د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي کې هدفي برید یو پولیس افسر وژلی


دا سږکال په شمالي وزيرستان کې د هدفي بريدونو ۳۷مه پېښه وه.
دا سږکال په شمالي وزيرستان کې د هدفي بريدونو ۳۷مه پېښه وه.

د شمالي وزيرستان په ميرلي کې د شوه پوليس تاڼې مشر يا اېس اېچ او په هدفي برید کی وژل شوی دی.

د پوليسو او ځايي ولس په وينا، د اګست پر درېیمه نېټه پر موټر سايکل سپرو نامعلومه وسله والو محمد شفيق هغه وخت په ډزو وواژه کله چې نوموړی له ميرامشا څخه له دفتري کار کولو وروسته پر لاره وو.

وسله وال له بريد وروسته تښتېدلي خو د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر شفيع الله ګنډا پور ويلي چې په پېښه کې د ککړو کسانو د نيولو لپاره يې عمليات روان کړي دي.

دا سږکال په شمالي وزيرستان کې د هدفي بريدونو ۳۷مه پېښه وه چې پروسږکال (۲۰۲۰ز) یې شمېر ۴۶ ته رسېدلو خو د ځايي ولس په وينا تر اوسه په دې پېښو کې ککړ هېڅ يو بريدګر هم نه دی نيول شوی.

بلخوا امنيتي ادارې وايي چې هلته يې د امنيت ټينګولو او وسله والو پرضد اقداماتو لپاره هلې ځلې تندې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG