د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې د لسګونه زرو ونو لګولو بهیر پیل شو


شمالي وزیرستان کې د ونو لګولو بهیر یو تصویر. ۲۰۲۱، ۰۲ اګست
شمالي وزیرستان کې د ونو لګولو بهیر یو تصویر. ۲۰۲۱، ۰۲ اګست

په شمالي وزیرستان کې د روانې اګست میاشتې له لومړۍ نېټې د دغه ضلعې په ډېری برخو کې د ونو لګولو بهیر پیل شوی دی چې د اګست تر اوومې نېټې پورې به روان وي .

د ضلعې مرستیال کمېشنر شاهد علي خان وايي، تکل لري چې د ونو څه باندې ۱۶ نیم لکه بوټي ولګوي.

د شمالي وزیرستان د ځنګلاتو د محکمې یو افسر احسان داوړ وايي، هغوی به پینځه لکه بوټي سرکاري محکمو او ولس ته وړیا ورکوي. نوموړي پر ولس غږ وکړ چې د شجرکارۍ په دې بهیر کې دې ورسره ملګري شي.

که یوخوا په سیمه کې د ونو لګولو بهیر پیل شوی بلخوا له جنوبي وزیرستانه بیا راپورونه دي چې هلته په پراخه کچه ځنګلونه وهل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG