د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د ګوزڼ ټیم بدرګه کوونکی پولیس کور ته پر لار ووژل شو


پېښور: یو پولیسوال د ګوزڼ ډلې یوه کارمندې بدرګه کوي چې ماشومانو د ګوزڼ څاڅکي ورکوي. ۲۰۲۱، ۳۰م جولای
پېښور: یو پولیسوال د ګوزڼ ډلې یوه کارمندې بدرګه کوي چې ماشومانو د ګوزڼ څاڅکي ورکوي. ۲۰۲۱، ۳۰م جولای

د پېښور پوليس وايي په داودزیو سيمه کې وسله والو يو پوليس ویشتلی دی.

د داودزیو تاڼې چارواکو په وينا چې پولیس سرتېری اصف د اګست په لومړۍ نېټه هغه مهال د هدفي برید ښکار شو چې د ګوزڼ واکسین ډلې تر بدرګې وروسته کور ته روان وو.

پوليس وايي د وسله والو پرضد يې مقدمه درج کړې او پلټنې يې روانې دې.

د خيبر پښتونخوا په ۱۸ ضلعو کې د جولای له ۳۰مې راهيسې د ګوزڼ پينځه ورځنی کمپاين پيل شوی او تمه ده چې درې میلیونه او اووه لکه ماشومانو ته د ګوزڼ څاڅکي ورکړل شي. په پاکستان، په تېره، په ګڼ میشتو پښتني سیمو کې د ګوزڼ واکسین ډلې بیا بیا د هدفي بریدونو ښکار کېږي.

یاده دې وي چې د پېښور په کارخانو مارکیټ کې د جولای پر ۳۰مه د پولیسو پر یو ګاډي په لاسي بمي برید کې یو پولیس وژل شوی او یو لاروی ژوبل شوی دی.

د پولیسو خپور کړی بیان کې راغلي ول چې د ضلعي انتظامیې له چارواکو سره پولیس په کارخانو کې د کورونا د احتیاطي لارښوونو د عملي کولو د څارنې په چارو بوخت ول چې پر دغه مهال د سړک غاړې ته ولاړ د پولیسو پر ګاډي یوه نامعلومه تن لاسي بم وغورځاوه.

XS
SM
MD
LG