د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان حکومت او سیاسي مشرتابه پر روان حالت خبرې کړې دي


د ولسمشرۍ ماڼۍ د جولای پر ۳۱مه د لسګونه سیاسي او جهادي مشرانو مشورتي غونډه وربللې وه چې د روان وضعیت په اړه یې پکې خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د جولای پر ۳۱مه د لسګونه سیاسي او جهادي مشرانو مشورتي غونډه وربللې وه چې د روان وضعیت په اړه یې پکې خبرې وکړې.

افغان چارواکو په یوه غونډه کې د تلپاتې سولې په ټینګښت او د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کړی دی.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د جولای پر ۳۱مه د لسګونه سیاسي او جهادي مشرانو مشورتي غونډه وربللې وه چې د روان وضعیت په اړه یې پکې خبرې وکړې.

د ارګ مرستیال ویاند لطیف محمود په دې اړه رسنیو ته وویل چې له سیاسي او جهادي مشرانو سره په غونډه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او د تېرو دوو لسیزو ارزښتونو او اساسي قانون د اصولو پر ساتلو او ځینو نورو موضوعاتو بحث وشو.

دا په داسې حال کې ده چې د هیواد په یو شمېر سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

تېره شپه هم د کندهار په هوايي ډګر توغندې لګېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو عملیات له درو لویو ښارونو سره نیږدې روان دي او د افغانستان ځواکونه یې پرضد جنګېږي.

طالبانو د اګست پر لومړۍ نېټه پر هوايي ډګر د راکټونو د ویشتو ذمه واري منلې او ویلي یې دي چې د دې کار مقصد یې د هوايي بمباریو مخنیوی وو.

د هوايي ډګر چارواکو ویلي، توغندیو د هوايي ډګر ځغاستلیک یا رن وې ته زیان رسولی او پروازونه درېدلي خو زیاتوي چې د هوايي ډګر د فعالیتونو بحالولو کار روان دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG