د لاسرسي ځای

تازه خبر

عراق: د جنازې پر مراسمو بريد کې اته کسان وژل شوي


د عراق یوه امنیتي مسوول څرګنده کړه چې د پولیسو په ګډون اته تنه هغه وخت ووژل شول چې وسله والو ډزې ورباندې وکړې. (انځور: ارشيف)
د عراق یوه امنیتي مسوول څرګنده کړه چې د پولیسو په ګډون اته تنه هغه وخت ووژل شول چې وسله والو ډزې ورباندې وکړې. (انځور: ارشيف)

د عراق پوځ په یوه بیان کې چې پرون (د جولای۳۰مه) خپور شوی، ويلي چې د دې هېواد په شمال کې د جنازې د مراسمو پر مهال یو شمېر کسان وژل شوي، خو د دې تلفاتو دقیق شمېر او ځای ته یې اشاره نه ده کړې.

د عراق یوه امنیتي مسوول څرګنده کړه چې د پولیسو په ګډون اته تنه هغه وخت ووژل شول چې وسله والو ډزې ورباندې وکړې.

دغه چارواکي په دې شرط چې نوم به یې نه اخیستل کېږي، دا هم وویل چې دا برید اسلامي دولت وسله والې ډلې (داعش) کړی دی.

عراقي ځواکونو درې کاله مخکې له داعش څخه ټولې هغه سیمې ونیولې چې دې ډلې لاندې کړې وې، خو لا هم د دې ډلې وسله والو په عراق کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG