د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نورستان کې سېلاوونو سلګونه کسان وژلي


چارواکي وايي، په میردېش کې د سختو ورښتونو له امله سېلاو راوتلي او یاد کلی یې ۹۰ سلنه ویجاړ کړي دي.
چارواکي وايي، په میردېش کې د سختو ورښتونو له امله سېلاو راوتلي او یاد کلی یې ۹۰ سلنه ویجاړ کړي دي.

د افغانستان د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالي کې د سېلاو له کبله د مړیو شمېر تر ۲۰۰ کسانو واوښت.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم مشال راډیو ته وویل، د کامدېش ولسوالۍ په میردېش کې د سېلاو له امله د بې درکه شویو او له سین څخه د راایستل شویو مړو شمېر تر ۲۰۰ اوښتی دی.

"تقریبا ۱۵۰ کسان ترې تم دي، ۴۰ مړي په کامدېش کې راایستل شوي،۱۶ مړي د ناړۍ او اسمار ترمینځ پیدا شوي او حتی څو يي په سرکاڼو کې هم له سینده رااېستل شوي دي او لاهم لټون دوام لرې. دغه شمېر نور هم زیاتیدای شي."

والي وايي، دوی د مړو شوو، ټپیانو او نورو زیانمن شوو کسانو د کره شمېر د معلومولو لپاره سیمې ته د سرې میاشتې کسان لېږلي دي.

دا په داسې حال کې ده د نورستان ولایت په ختېځه کامدېش ولسوالۍ کې د جولای پر ۲۸مه شپه سېلاو د میردېش کلي زیاته برخه ویجاړه کړې او په لسګونو کسان يې وژلي دي.

په پنجشنبه د یادې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی عبدالرحمن وايي: "بېګاه میردېش کلي کې سېلاو راغلی دی، تقریباً اوو سوه-اته سوه کوره کلی و، ټول يې وړي دي."

د ولایتې شورا رئیس سعدالله پاینده زوی بیا وایي چې په میردېش کې سېلاو ۱۰۰ کورونه د انسانانو او څارویو سره وړي او تراوسه د ۴۰ تنو مړي رااېستل شوي دي.

د نورستان قومي مشر غلام الله نورستانی بیا له حکومت او مرستندویه ټولنو سېلاو ځپلو ته د اړېنو مرستو غوښتنه کوي:"یو ناورین دی او باید خلکو ته اړېنې مرستې ورسول شي. سور صلیب باید لاړ شي، هغه ساحه د طالبانو په واک کې ده، څو د خلکو مشکلات حل شي."

د نورستان چارواکي هم وايي، په میردېش کې د سختو ورښتونو له امله سېلاو راوتلي او یاد کلی یې ۹۰ سلنه ویجاړ کړي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم مشال راډیو ته وویل: "بدبختانه چې بېګاه شپه د کامدېش په ميردېش کلي مهلک سیلاب راغلی او ۹۰ سلنه کلي يې ویجاړ کړی دی. د راپورونو مطابق تراوسه په کې په لسګونه کسان وژل شوي دي، خو تراوسه کره معلومات ځکه نشته چې هلته ټېلېفون او د ټېلې کمونیکیشن نور وسایل وجود نه لري."

والي وايي، یاده ساحه د وسله والو طالبانو په لاس کې ده، که هغوی ورته اجازه ورکړي نو دوی حاضر دي چې سیلاب ځپلو ته مرستې ورسوي: "کوښښ کوو چې د تلفاتو اخري او کره معلومات هم ترلاسه کړو، چون ساحه د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده، هغوی انساني او بشري مرستو ته هم دومره اجازه نه ورکوي، خو بیا هم که لاره خلاصه شي نو دوی به مرستې ورسوي."

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته وویل، دوی ټولو مرستندویه ادارو او هغو حکومتي کسانو ته د مرستو رسولو اجازه ورکوي چې وسله ونه لري.

له دې وړاندې د نورستان په دواب او نورګرام ولسوالیو کې سېلاوونو خلکو ته مالي زیانونه اړولي او زیات سرکونه يې ویجاړ کړي، خو د خلکو په خبره چې لا هم چا ورته د مرستو لاس نه دی غځولی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG