د لاسرسي ځای

تازه خبر

'بهرني استازي دې پر ډیورنډ کرښه د افغانانو په حساسیت ځان پوه کړي'


د افغانستان د ملي امنيت شورا له ټولو بهرنيو ډيپلوماتانو او استازو هيله کړې چې د ډيورند کرښې په باب د افغانانو او افغان حکومت په حساسيت ځان پوه کړي او د هغه مطابق دې خپل نظر څرګند کړي.

د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر نن دوشنبه په يوه اعلاميه کې له دغو بهرنيو استازو غوښتنه کړې چې د افغانستان تاريخي حق ته درناوى وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په کابل کې د بريتانيا سفير نيکولاس کې له «بي سي سي» سره په مرکه کې ويلي، ډيورند کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په نړيواله سطحه په رسميت پېژندل شوى سرحد دى.

د سرحدونو، اقوامو او قبايلو چارو وزارت د ښاغلي کې دا څرګندونې د ډيپلوماتيکو اصولو خلاف بللې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG