د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پر ډیورند کرښه اغزن تارونه د پښتنو بېلولو هڅه ده'


په خوست کې د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د پاکستاني پوځ له لوري په سرحدي سیمو کې د اغزن تار په غزولو سره نه افغانستان ساتل کېږي او نه په پاکستان کې پرې امن راځي.

دوی زیاتوي، پر ډیورنډ کرښه یو ولس پروت دی او پر دوی مزي راتېرول او ترمنځ یې دېوالونه پورته کول ورته د منلو وړ نه دي.

یادې څرګندونې د چارشنبې په ورځ ګربزو کې ویناوالو په هغه غونډه کې وکړې چې د لسګونو ځايي اوسیدونکو په ګډون پر ډیورند کرښه د اغزن تار غزولو په مخالفت او د اوسني افغان حکومت په ملاتړ جوړه شوې وه.

مدني فعال خلیل جان ګربزوال په خپلو خبرو کې وویل، هغه اغزن تار چې د دوی د ولسوالۍ په سیمو کې غزول کېږي، د ګربزو قام هم سره ویشي، ځینې قامونه هلته پاته کېږي او ځینې به دلته وي، دا خلک په خپلو کې دوستۍ لري، په خپلو کې يې راشه درشه شته، سوداګري لري او دوی هېچا ته د اغزنو مزیو غزولو اجازه نه ورکوي، ځکه دا د پښتنو د ویشلو په مانا ده.

دیني عالم مولوي بهرام شهزاده وايي قومونو او خلکو ته په سرحدي سیمو کې د پاکستان حکومت لخوا د اغزن مزي غزول د منلو وړ نه دي او که نور امکانات و نه لري، په تشو لاسونو هم دا مزي ټولولی شي.

نوموړی زیاتوي، په دې مزو نه افغانستان ساتل کېږي او نه هغه ملک چې مزي غزوي، نو پر کرښه پراته پښتانه په دې کار راضي نه دي، پښتانه قبایل ټول سره متحد او متفق دي او خبره يې یوه ده.

د ګربزو د غونډۍ کلي اوسېدونکی ګل احمدالدین هم وايي، چې پښتانه هېڅکله له یو بله نه جدا کیږي، د دوی مزي به خلک اخوا وغورځوي، هېڅوک دوه وروڼه په تارونو نه شي بېلولی.

په غونډه کې د نظام په ملاتړ کې هم ویناوې وشوې او په دا وروستیو کې د یوشمېر ډلو او اشخاصو لخوا يې د حکومت پروړاندې انتقادي څرګندونې د هغوی د شخصي ګټو د ترلاسه کولو یوه هڅه وبلله.

د ګربزو قومي مشر ګل احمد خان وویل، په دې خاوره کې ټول اوسېدونکي افغانان دي، پښتانه، تاجک، هزاره او ازبک د دې خاورې وروڼه قامونه دي، موږ د هغو خلکو خلاف یو چې شخصي ګټې مخې ته کوي.

یاده دې وي، پر ډیورنډ کرښه د پاکستاني پوځ له غزولیو اغزنو تارونو سره په مخالفت کې تر دې وړاندې په پکتیا او پکتیکا کې هم یوشمېر غونډې او لاریونونه شوي ول.

د پاکستان پوځ مشر مخکې ویلي ول چې د خپلو سرحدونو د ساتنې په موخه له افغانستان سره پر ګډه پوله ۲۶۰۰ کیلومیټره اغزن مزی غزوي او په هم دې مسیر له ۹۰۰ څخه زیاتې سرحدي پوستې او پوځي کلاګانې جوړوي، خو افغان حکومت پر ډیورند کرښه د ازغنو تارونو غزول غندلي او هغه‌ يې د پاکستان پوځ یو-اړخیز عمل او د سیمې خلکو د خوښې خلاف ګام بللی دی.

XS
SM
MD
LG