د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: د افغانستان پر پولو دې نړیوال پوځ وګومارل شي


د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر پر ملگرو ملتونو غږ وکړ چې د افغانستان پر پولو دې نړیوال پوځ وګوماري چې په دغه هېواد کې د ګاونډیانو د لاسوهنې مخنیوی وکړي. نوموړي دغه راز له بولانه تر چتراله په یوه جغرافيايي سیمه کې مېشتو پرله پورې پښتنو لپاره د پښتونستان په نوم د یوې صوبې غوښتنه بیا تکرار کړه.

محمود خان اڅکزي دغه څرګندونې په کوټه کې د ۱۹۸۳ م کال د اووم اکتوبر [شهیدانو] ۳۵مې تلینغونډې ته کولې چې په پاکستان کې د جنرال ضیاء الحق د پوځي مارشل لايي واکمنۍ پرضد د جمهوریت بحالۍ غورځنګ په یوه لاریون کې وژل شوي ول.

ویډیويي رپورټ وګورئ:

ځواکمن هېوادونه دې افغانستان وساتي: اڅکزی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:21 0:00

محمود خان اڅکزي په افغانستان کې پر روانه جګړه خواشیني او خپګان وښود او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې وغوښتل چې د افغانستان پر پولو دې نړیوال سوله ساتي ځواکونه وګوماري چې په دغه هېواد کې د لاسوهنې مخه ونیسي.

''له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې افغانان د خپل وطن د ناموس او خودمختیارۍ لپاره سرونه ورکوي. موږ دا وایو [زموږ ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ] چې د سلامتي کونسل پنځه زورور غړي، دا اټومي بمونه چې لري، امریکا، روس، چین، برتانیا او فرانس دې مهرباني وکړي د افغانستان پر پولو دې خپل پوځونه یا د ملګرو ملتونو پوځونه ودروي او په دغه هېواد کې د روانې لاسوهنې مخه دې ونیسي. او افغانانو ته دې ووایاست چې په خپلو کې روغه وکړی او په درېوو میاشتو کې به دا روغه وشي.''

پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار په اړه ښاغلي اڅکزي وویل چې پښتون یو ولس دی او هېڅوک هم یوه وینه په تارونو نه شي بېلولی، د نوموړي وینا وه چې پر ډیورنډ کرښه غځېدلي تارونه په پاکستانیو مارکېټونو کې د کیلو په حساب خرڅېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزي وینا وه د ګوند ټول پلویان دې یې د افغانستان پاسپورټونه جوړ کړي، د ده په خبره ۹۰ لاکه پاکستانیانو د نړۍ د بېلابېلو ملکونو پاسپورټونه لري نو په پاکستان کې له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې مېشت افغانان هم حق لري چې د پاکستان شهریت (تابیعت) ولري.

محمود خان اڅکزي لمانځغونډې ته په خپله وینا کې ادعا وکړه چې په پاکستان کې د وزیر اعظم [عمران خان] جوړولو لپاره په پراخه کچه درغلي شوې ده، نوموړي دا د دغه هېواد د اساسي قانون پرضد یو غیر اییني عمل وباله.هغه وویل د اساسي قانون (ایین) درناوی پر هر وګړي فرض دی او که هر څوک یې سرغړونه کوي هغوی زیان رسوي.

په پاکستان کې د احتساب په اړه د ښاغلي اڅکزي وینا وه، احتساب د هر وګړي باید وشي، هغه که جج وي یا جرنېل او یا هم سیاستدان.

اڅکزي په خپله وینا کې وویل چې په یوه غیر جمهوري پاکستان کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي نه شي اوسېدلی. پوځ دې له سیاسته لاس واخلي او دا ملک چلولو چارې دې سیاستوالو ته پرېږدي.

محمود خان اڅکزي دا هم وویل وویل چی دپاکستان پر اساسي قانون لا هم ډېراعتراضونه شته خو دا ایین په ډېر مشکل سره جوړ شوی دی چې پکې سیندي، بلوڅ او پنجابي ته صوبې ورکړل شوې خو یو پښتون قام لاهم په څلور برخو وېشلی دی.

د پښتونخوا معپ مشر محمود خان اڅکزي وینا وه، پښتنو د خپلې خاورې ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې دي او هېڅوک دې دوی ته دا نه ښيي چې ازادي څه شی دی او له وطن سره مینه څنګه کېږي.

د اووم اکتوبر د جمهوریت بحالۍ قربانیانو تلینغونډې ته د پښتون قامي جرګې مشر نواب ایاز خان، د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ صوبايي مشر عثمان کاکړ او ځینو نورو مشرانو ویناوې وکړې.

XS
SM
MD
LG