د امريکا او هند دوو لوړ پوړو ډپلوماټانو په نوي ډیلي کې د جولای پر ۲۸مه د دواړو هېوادونو ترمینځ د امنيتي همکارۍ پر پراخولو هوډ ښودلی دی.
واشنګټن د افغانستان په ثبات کې د هند مرسته (زياته مهمه) بللې ده.
د امريکا بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن او د هغه هندي سيال سبرامانين جېشنکر خپل ملاقات د هند ارام سمندرګي کې د چين زياتېدونکی زور ښوونې په وړاندې او دا راز له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو د وتلو بهير په لړ کې د دواړو هېوادونو د اتحاد ښوونې د يوې هڅې په توګه ياد کړی.
خبرې غونډې ته بلېنکن وويل چې دواړه د نړۍ مخکښه جمهوري هېوادونه دي چې تنوع يې د ملي طاقت سرچينه ده.
نوموړي وويل چې په داسې حال کې چې امريکايي او نړيوال ځواکونه د اګست تر پای پورې له افغانستانه وځي نو د دې هېواد په اړه د هند رول مهم دی.
هغه زياته کړه چې دوی به په ګډه کار کوي چې له افغانستانه د ايتلافي ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانانو لاس ته راوړنې پرځای وساتي او د سیمه ييز ثبات ملاتړ وکړي.