د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې افغان ځواکونو یوشمېر وسلې، مهمات او ماینونه نیولي


په خوست کې نیول شوي پوځي وسلې.

د خوست د ملي امنیت ځواکونو د جولای پر ۲۷مه شپه د ګربزو ولسوالۍ د منګلو په کلي کې له یوه کوره یوه اندازه وسلې، مهمات، ماینونه او نور پوځي تجهیزات نیولي دي.

د ملي امنیت ځواکونو نیول شوې وسلې، مهمات، ماینونه او نور پوځي تجهیزات د یاد ریاست په انګړ کې رسنیو ته وښودل.

نن جولای پر ۲۸مه خوست والي مومند کټوازي مشال راډیو ته وویل، چې د یادو وسلو په تور یو کس هم نیول شوی، چې دا مهال ورڅخه پوښتنې ګرویږنې روانې دي.

د ده په وینا په نیول شویو وسلو او مهماتو کې ۴۰ ډوله بېلابېل پوځي تجهیزات شامل دي.

خوست والي وویل، د دوی کشفي او استخباراتي مالومات ښيي، چې وسله وال مخالفین هڅه کوي، په خوست کې د قومونو او خلکو تر منځ اختلافات پیدا کړي او په واسطه يې دا ولایت نا امنه کړي.

خوست والي له خلکو وغوښتل، چې د هر ډول ورانکارو عملونو په شنډولو او د پېښېدونکو مالي او ځاني زیانونو په مخنیوي کې دې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره مرسته وکړي.

د خوست امنیتي ځواکونو یوه میاشت مخکې په ښار کې له ۴ ټنه چاودیدونکو توکو ډک موټر هم نیولی او شنډ کړی وو.

XS
SM
MD
LG