د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې کور په کور د کورونا واکسین کمپاین پیلېږي


پېښور کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۲مې انځور.
پېښور کې یو روغتیاپال یو کس ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ستن لګوي - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۲مې انځور.

د خيبرپښتونخوا په صحت محکمه کې د کورونا وبا د څار دفتر مشر ډاکټر اکرام الله وايي، دوی پلان لري چې د جولای له ۲۸مې د صوبې په څلورو ضلعو، پېښور، مردان، ايبټ اباد او مانسهره کې خلکو ته د کورونا واکسينو لګولو لپاره کور په کور کمپاين پيل کړي.

نوموړي د جولای پر ۲۷مه له مشال راډيو سره په خبرو کې زياته کړه چې د کمپاين لپاره يې په لومړي فرصت کې دا ضلعې ځکه په ګوته کړي چې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ د مثبتو پېښو شرح پکې لږه سېوا شوې ده.

"په پېښور، مردان، ايبټ اباد او مانسهره کې دا کمپاين ځکه پيلوو چې هلته د کووېډ ۱۹ د مثبتو پېښو فيصدي سېوا شوې. هر يو يونين کونسل ته به دوه ټيمونه لېږو. موږ يو ځانګړی موبايل اپليکيشن هم جوړ کړی چې ټيمونه به پکې په موقع ډيټا جمع کوي. هدف مو دا دی چې د دې مرکزي ښارونو او ضلعو له هغو کسانو چې بايد واکسين شي، لږ تر لږه ۴۰ فيصده يې واکسين کړو او د کورونا وبا د څلورمې څپې د لا خپرېدو مخه ونيسو. که کمپاين مو کامياب شو نو د صوبې نورو ضلعو ته به يې هم وغځوو."

ډاکټر اکرام الله زياته کړه، د صوبې خلک په عين وخت کې کولای شي د کورونا وايرس واکسينو لپاره جوړو ۷۳۹ مستقل مرکزونو او يا هم ۴۰ هغو مرکزونو ته چيرته چې پر يوه وخت زيات کسان واکسينېدای شي، ولاړ شي او ځانونه واکسين کړي.

د نوموړي په خبره، صحت محکمه ۴۰ موبايل ډلې هم لري چې بېلا بېلو سيمو ته په ګاډو کې ورځي او خلک واکسينوي.

خو د مردان يو اوسېدونکي اجمل شاه يوسفزي، چې لا يې هم کورونا واکسين نه دی لګولی، مشال راډيو ته وويل چې د حکومتي دعوو برعکس د ځايي خلکو لپاره په حکومتي مرکزونو کې د واکسينو ترلاسه کول ستونزمن دي.

نوموړي البته د کور په کور کمپاين د پيل له امله خوښي ښکاره کړه او زياته يې کړه چې نه يوازې واکسين به ولګوي بلکې واکسيناټرانو سره به مرسته هم وکړي.

"خبر يم چې له کووېډ ۱۹ ناروغۍ د بچ کېدو لپاره اول احتياط او دويم واکسين ضروري دي. خو حکومت مو، هغه رنګ چې دعوې کوي، خلکو ته د واکسينو اخيستو لپاره اسانتياوې نه دي برابر کړي. زه څو وارې د واکسينو مرکز ته ولاړم، خو د زياتې ګرمۍ او د خلکو د ګڼې ګوڼې له لاسه به پرته له واکسين لګولو ستون شوم. زما په څېر ګڼ شمېر خلک د همدې مسالو له وجې له واکسينو پاتې دي. د حکومت دا خبره د ستاينې وړ ده چې وايي اوس به هر کور ته خپل واکسيناټران لېږي. که زما کور ته راغلل نو د واکسينو لګولو ترڅنګ به له هغوی سره منډه ترړه هم ووهم."


بلخوا د پېښور يو اوسېدونکي، چې په يوه حکومتي پروژه کې کار کوي او نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، مشال راډيو ته وويل چې دی د واکسينو پر حکومتي پروګرام يو شمېر تحفظات لري.

نوموړي زياته کړه چې که د کورونا واکسينو کور په کور ګرځېدونکې ډله د ده پوښتنو ته قانع کوونکی ځواب ووايي نو تيار دی چې ځان واکسين کړي.

"اولنۍ مسله دا ده چې په يو مرکز کې يو او په بل کې بل رقم واکسين موجود دي. سړی نه پوهېږي چې کوم ښه او کوم هغه کم ښه يا خراب دي. دا هم عجيبه ده چې په روژه او اخترونو کې کورونا ډېره او وروسته ختمه شي. خلک په مخمصه کې دي چې دا وايرس شته هم او که نه. که واکسيناټران مې کور ته راغلل نو ورته به ووايم چې واکسين به هله لګوم چې زما پوښتنې راځواب کړئ."

د صحت په محکمه کې د کورونا وبا د څار دفتر مشر ډاکټر اکرام الله بيا هيله من دی چې د پوليو واکسينو په رنګ به د کورونا هغو په اړه هم د سيمې د خلکو غلط فهمۍ ورو په ورو ختمې شي.

نوموړی زياتوي، د دوی کوښښ دی چې خلک پوه کړي چې له کووېډ ۱۹ ناروغۍ د بچ کېدو يوازېنۍ لار د کورونا واکسينو لګول دي. خو د ده په خبره، که خلک بيا هم تعاون و نه کړي نو له حکومت سره نورې لارې چارې شته چې هغوی واکسينو اخيستو ته اړ کړي.

"موږ پښتانه هر نوي څيز ته د شک په سترګه ګورو او انکار ترې کوو. وروسته بيا يو څه پوه شو. د انکار دا مسله د پوليو واکسينو په اړه هم وه. د کورونا واکسينو په هکله د خلکو اندېښنې اوس تر ډېره کمې شوې دي. اندازه يې له دې لګولی شئ چې د جولای پر ۲۶مه مو ۹۱۰۰۰ کسان واکسين کړل. موږ هڅه کوو چې د ميډيا، ټولنيزو شبکو، ضلعي انتظاميې، پوليسو او سياسي او مذهبي مشرانو په مرسته د انکاري کسانو شمېر راکم کړو. خو که بيا هم څوک تعاون نه کوي نو حکومت کولای شي چې د هغوی لپاره د شناختي کارډ، د پيدايش سند او همداراز د موبايل ټيليفون د سېم ترلاسه کولو چارې د کورونا واکسينو له اخيستو سره مشروطې کړي."

ډاکټر اکرام الله وايي، تر دې دمه د صوبې شاوخوا ۳۶ لاکه خلکو د کورونا وايرس واکسين لګولي.
نوموړی زياتوي، د دوی کوښښ دی چې د صوبې هغه ټول شاوخوا ۲۹ ميليونه وګړي چې د کورونا وايرس واکسين ورته بايد ولګول شي، تر راتلونکې ډېسمبر مياشت پورې واکسين کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG