د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې د سکولونو او پارکونو د تړلو امر شوی


په کراچۍ کې د یوه ښوونځي زده کوونکو تمبوزکونه وهلي او سکول ته روان دي - د ۲۰۲۰ز کال د نومبر میاشتې انځور.
په کراچۍ کې د یوه ښوونځي زده کوونکو تمبوزکونه وهلي او سکول ته روان دي - د ۲۰۲۰ز کال د نومبر میاشتې انځور.

د سیند صوبې حکومت د کورونا وایرس پېښو کنټرول لپاره د جولای پر ۱۴مه د سکولونو او پارکونو د تړلو او په رستورانونو کې دننه په خوراک کولو بندیز لګولی دی.

په کراچۍ کې د جولای پر ۱۴مه د اعلا وزیر مراد علي شاه په مشرۍ کې د کورونا وایرس وبا د کنټرول کاري ډلې یوه غونډه وشوه چې پکې د جولای له ۱۶مې څخه د ټولو سکولونو د بندولو فیصله وشوه خو له نهم ټولګي څخه د پورته ټولګیو زده کوونکي به امتحانونو ته ځي.

حکومت همداراز، د جولای له ۱۵مې څخه په رستورانونو کې دننه د خوړو پر خوړلو به بندیز وي.

دا په داسې حال کې ده چې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژلي دي.

د کورونا وایرس ناروغۍ په اړه د پاکستان حکومتي ووبپاڼې، د جولای پر ۱۴مه لیکلي دي‌ چې تر اوسه له دې ناروغۍ په مجموعي‌ توګه ۲۲،۶۴۲ کسان مړه شوي دي.

د ووبپاڼې په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۱،۹۸۰ تازه پېښې ثبت شوې دي چې ورسره په هغه هېواد کې د وبا له پیل راهیسې د وړجنو رسمي شمېر ۹۷۸،۸۴۷ ته رسېدلی دی.

ووبپاڼه زیاتوي چې په پاکستان کې د ۲۰۲۰ز کال له مارچ راهیسې ۹۱۵،۳۴۳ کسان له ناروغۍ رغېدلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG