د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د سولې پروسه باید ګړندۍ شي: ملګري ملتونه


په دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو مذاکراتي پلاړې. انځور - ارشیف
په دوحه کې د افغان حکومت او د طالبانو مذاکراتي پلاړې. انځور - ارشیف

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مشر ځانګړې استازې دیبورا لاینز د جولای پر ۲۶مه په دې تړاو په دوحه کې د افغان حکومت د مرکچي پلاوي له مشر محمد معصوم ستانکزي سره خبرې کړې دي.

یوناما په خپل ټوېټر د دیبورا لاینز په حواله لیکلي چې اسانچارۍ/منځګړیتوب د انتخابونو په شمول د دې اړتیا ده چې د افغانستان د سولې پروسه ګړندۍ شي او د ملګري ملتونه په دې برخه کې له قطر سره کار کوي.

قطر د افغانستان د حکومت او طالبانو د خبرو کوربه دی.

له دیبورا لاینز سره په خبرو کې ستانکزي هم د اساسي قانون په چوکاټ کې د خبرو په اهمیت باندې ټینګار کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د راتلونکې اګست میاشت تر پای له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د ویستلو ویلي دي او په عین حال کې په دې هېواد کې جګړې زور اخیستی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG