د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلخ کلدار ولسوالۍ له طالب وسله والو نیول شوې: افغانستان دفاع وزارت


افغان امنیتي ځواکونه
افغان امنیتي ځواکونه

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بلخ کلدار ولسوالۍ د شااوخوا ۲۰ طالبانو په وژلو سره بیرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شوه.

د دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان په خپل ټویټر لیکلي، افغان پوځیانو د ولسي پاڅون په ملاتړ کلدار ولسوالي ازاده کړه.

هاخوا په بلخ کې د مېشتې شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند حنیف رضايي په دې اړه دوشنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې چې د ولسي پاڅون همکاري هم ورسره وه ۲۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه یې ټپیان دي. یو شمېر وسلې او مهمات یې هم افغان پوځیانو ته په لاس ورغلي. او د افغانستان درې رنګه بیرغ د کلدار ولسوالۍ په ټولو ولسوالیو باندې ودرول شو."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې د کلدار په جوی جدید سیمه کې ۶ افغان عسکر د طالبانو له خوا وژل شوي او ۱۳ نور یې ژوبل دي.

د بلخ یو شمېر ولسوالۍ په وروستیو څو اوونیو کې د افغان پوځیانو او طالبانو تر منځ د سختو جګړو په نتیجه کې لاس په لاس شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG