د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د هرات والي‌ وايي، پر کرخ ولسوالۍ یې د طالبانو بریدونه پرشا تمبولي


د افغان ځواکونو عملیات. انځور - ارشیف
د افغان ځواکونو عملیات. انځور - ارشیف

د افغانستان د هرات ولایت والي وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د جولای پر ۲۳مه شپه پر کرخ ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو حمله پر شا تمبولې ده.

عبدالصبور قانع، د جولای پر ۲۴مه رسنیو ته وویل، د بادغیس له خوا د طالبانو په پلان حمله کې دې ډلې ته مرګ ­ژوبله اوښتې ده.

نوموړ‌ي ویلي، "د نښتې په پایله کې د درې سرګروپانو په ګډون ۷۰ وسله وال طالبان وژل شوي یا ټپي شوي دي."

د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو د جولای پر ۲۳مه سهار له وسله والو طالبانو د کرخ ولسوالۍ د مرکز د نیولو خبر ورکړی و.

په بل خبر کې د هرات محلي چارواکي ادعا کوي چې پر سلما بند یې د وسله والو طالبانو حمله پرشا تمبولې ده.

د هرات ولایت د مطبوعاتي دفتر په اعلامیه کې راغلي چې طالبانو پر دغه بند پراخه حمله پلان کړې وه. خو د افغان ځواکونو په کمین کې دوه طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG