امریکايي چارواکي وايي، د دغه هېواد پوځ په دې اوونۍ کې د افغانستان د حکومت په ننګه د کندهار په ګډون په افغانستان کې د طالبانو پرضد څو هوايي بریدونه کړي دي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د رپورټ له مخې د امریکايي ځواکونو دا هوايي بریدونه د هغو الوتکو په وسیله چې له افغانستانه بهر دي، د طالبانو پرضد په جګړه کې د امریکا د ملاتړ دوام اراده ښيي.
امریکا د خلیج په هېوادونو کې راز-راز جنګي الوتکې لري چې په افغانستان کې هدفونو ته ځان رسولای شي.
له کله چې تېره اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو وروستنی قوماندان جنرال سکاټ مېلر له افغانستانه لاړ، لومړی ځل دی چې په افغانستان کې امریکايي الوتکې عملیات کوي.
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس وايي، د کربي له څرګندونو وروسته د دفاع وزارت یوه بل چارواکي وویل چې د جولای پر ۲۲ او ۲۳مه امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره تر څلور ځله زیات هوايي بریدونه کړي دي.
د دغه چارواکي په وینا، لږ تر لږه دوه عملیات د هغو توپونو او نقلیه وسایلو د ویجاړولو لپاره وشول چې طالبانو له افغان امنیتي ځواکونو څخه نیولي وو.
دا بریدونه چې یو یې د کندهار په شمال کې وشو، د افغان چارواکو په غوښتنه شوي دي.
د وسله والو طالبانو له خوا تر اوسه د امریکايي چارواکو د دې څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي.