د لاسرسي ځای

تازه خبر

له سعودي عربه ۶۲ بندیان پاکستان ته ستانه شول: عمران خان


د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، بندیان په ځانګړې الوتکه کې هېواد ته رسېدلي - انځور له ارشیفه.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، بندیان په ځانګړې الوتکه کې هېواد ته رسېدلي - انځور له ارشیفه.

د پاکستان وزيراعظم وايي، له سعودي عربه ۶۲ پاکستاني بندیان هېواد ته ستانه شوي دي.

عمران خان د جولای پر ۲۰مه پر ټوېټر په بیان کې ویلي، د ده په امر د بندیانو هېواد ته د ستنولو لپاره د پیسو بندوبست وشو او په ځانګړې الوتکه کې پاکستان ته ورسېدل چې له خپلو کورنیو سره اختر ولمانځي.

وزيراعظم يا نورو چارواکو دا نه دي ویلي چې هغه کسان په کوم تور زندانیان ول.

تر دې مخکې د ۲۰۱۹ز کال په فبرورۍ کې د پاکستان اطلاعاتو وزير فواد چودري ويلي ول چې سعودي وليعهد په هغه هېواد کې د ۲،۱۰۷ پاکستانیو بنديانو د خوشې کولو حکم کړی دی.

نوموړي ویلي ول چې محمد بن سلمان دا ګام د وزيراعظم عمران خان په غوښتنه اخیستی دی. خو ریاض هغه مهال پر دې موضوع رسماً څه نه ول ویلي.

په ۲۰۱۷ز کال کې په بهرنیو هېوادونو کې د پاکستانیانو په اړه د سېنېټ کمېټۍ ویلي ول چې له هېواده بهر له زرګونه بندیانو څخه یې زیاتره د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو په زندانونو کې دي.

هغه مهال د کمېټۍ مشر باز محمد مشال راډیو ته ویلي ول چې ده ته مکمل شمېر نه دی معلومه خو زياتره کسان د نشه يي توکو د قاچاقولو په تور نيول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې وه چې زیاتره بندیان ګیله کوي چې هلته پاکستاني سفارتونه ورسره مرسته نه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG