د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي کې تر دوو زرو زیاتو پاکستانیو د خوشېکېدو امر شوی


د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په اسلام اباد کې له پاکستاني وزیر اعظم سره د لیدو مهال. ۱۷ فبروري ۲۰۱۹
د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان په اسلام اباد کې له پاکستاني وزیر اعظم سره د لیدو مهال. ۱۷ فبروري ۲۰۱۹

د پاکستان اطلاعاتو وزير ويلي، سعودي وليعهد په سعودي عرب کې قيد د ۲۱۰۷ پاکستانیو بنديانو د خوشېکولو حکم کړی دی.

فواد چوهدري نن دوشنبه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې محمد بن سلمان دا ګام د وزيراعظم عمران خان په خواست اخیستی دی. د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم په د فېبرورۍ پر اتلسمه نېټه پر خپله ټويټر پاڼه هم ليکلي چې وليعهد د بنديانو په خوشېکولو رضا شوی دی. هغه زياته کړې چې د پاتې نورو بنديانو د مقدمو به له سره جاج اخیستل کېږي.

خو سعودي چارواکیو لا په دې باب څه نه دي ویلي.

نن مو د مفاهمت یاداښتونه لاسلیک کړل چې په پاکستان کې به د ۲۰ اربه ډالرو پانګونه کوي. په لومړي پړاو کې دا ډېر لوی رقم دی.

محمد بن سلمان په یکشنبه د پاکستان په سفر اسلام اباد ته ورسېد. د هغه د هرکلي غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان وزيراعظم وويل چې وليعهد ته يې خواست کړی چې په خپل هېواد کې د پاکستانيو مزدروانو ستونزو ته پام وکړي. نوموړي زياته کړه چې د سعودي عرب په زندانونو کې ۳۰۰۰ پاکستانيان بنديان دي. د دې په ځواب کې محمد بن سلمان وویل، پاکستان ته انکار نه شي کولی او چې په وس يې څه پوره وو هغه به کوي.

پر دې مهال د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ پر مختلفو لوظنامو لاسليک وشو چې په اړه يې محمد بن سلمان وويل. '' نن مو د مفاهمت یاداښتونه لاسلیک کړل چې په پاکستان کې به د ۲۰ اربه ډالرو پانګونه کوي. په لومړي پړاو کې دا ډېر لوی رقم دی. هره میاشت او هر کال به په دې کې اضافه کېږي چې به د دواړو هېوادونو لپاره ډېره ګټوره وي.''

د سعودي عرب ولي عهد محمد بن سلمان ویلي هېواد یې باور لري چې پاکستان به په مستقبل کې یو ډیر مهم هېواد ورګرځي او ریاض غواړي چې په دې کې ورسره ملګری وي.

په پاکستان کې د سعودي پانګونې یوه لویه برخه یعنې لس اربه ډالره به په ګوادر کې د تېلو پاکولو پر کارخانه لګېږي.

محمد بن سلمان زیاته کړه چې د وليعهد جوړېیدو ورسته یې ختیځو هېوادونو ته اولنی سفر دی او پکې یې تر ټولو مخکې د پاکستان دوره وکړه.

دې غونډې ته عمران خان وویل چې سعودي عرب تل له پاکستان سره په سخت وخت کې مرستې کړي او دوی یې مننه کوي.

نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان کې د معدنیاتو، توانايي او سېلګرۍ په برخو کې د پانګونې لا ډېرې موقعې دي.

محمد بن سلمان به نن دوشنبه د پاکستان له ولسمشر ډاکټر عارف علوي، د پوځ له مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او نورو اعلا چارواکیو سره ویني.

XS
SM
MD
LG