د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ترکمنستان کې ۱۸ پوځيان وژل شوي دي


د ترکمنستان چارواکو د وژل شوو پوځيانو کورنيو ته ويلي چې هغوی د ګاډو په يو لوی ټکر کې مړه شوي دي.

په ترکمنستان کې د يو مېجر او يو ليفټيننټ په ګډون ۱۸ پوځيان وژل شوي دي.

دوو سرچينو ازادې اروپا راډیو ته د جولای پر ۲۰مه تاييد کړه چې له دې کسانو د شپږو مړي له افغانستان سره پر سرحدي سيمه ليباپ کې خپلوانو ته رسېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان په شمال کې د ترکمنستان پولې سره نيزدي ګڼې سيمې نيولې چې اندېښنې یې زیاتې کړي.

د ترکمنستان چارواکو د وژل شوو پوځيانو کورنيو ته ويلي چې هغوی د ګاډو په يو لوی ټکر کې مړه شوي دي خو د مړو د کتو اجازه یې نه ده ورکړې. دا مړي په پټ سرو تابوتونو کې ښخ شوي دي.

تر اوسه پورې واضحه نه ده چې رښتيا هم د پوځي ګاډو کومه لویه ترافيکې پېښه شوې او کنه.

XS
SM
MD
LG