د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا هغه کسان او د هغوی کورنۍ خپل هیواد ته انتقالوي چې له دوی سره یې کار کړی


د ورجينيا فورټ لي پوځي اډې ته به د دې لومړۍ ډلې منتقلي د ۲۰۲۱م کال د جولای په پاي کې پیل شي. 

د امریکا حکومت ویلي چې د هغو افغانانو لومړۍ ډله به د ورجينيا ایالت پوځي اډې ته وړي چې امریکايي حکومت سره يې په افغانستان کې دندې کولې او ويزې يې ځنډېدلې وې.

د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت ویاند نيډ پرایس د جولای پر ۱۹مه ويلي چې په دې ډله کې له امریکا سره کارکوونکي اووه سوه افغانان او د هغوی د کورنیو شاوخوا ۱۸ سوه غړي شامل دي.

برايس زیاته کړې، " لکه څنګه چې مو وړاندې ویلي چې د دې باتورو افغانانو او د دوي د کورنيو د امریکا لپاره د کاري خدماتو پخلی په کابل کې د امریکا سفارت هم کړی دی او دوی د امنيتي چارو تر کره کتنه هم تېر شوي دي."

د ورجينيا فورټ لي پوځي اډې ته به د دې لومړۍ ډلې منتقلي د ۲۰۲۱م کال د جولای په پاي کې پیل شي.

XS
SM
MD
LG