د لاسرسي ځای

تازه خبر

انګلينډ په دويمه شل اوریزه کرکټ سیالۍ کې پاکستان ته ماتې ورکړه


د انګلينډ او پاکستان د کرکټ لوبه

د انګلينډ کرکټ لوبډلې په دويمې شل اوريزه کرکټ لوبه کې پاکستان ته ۴۵ رنزونو ماتې ورکړه.

د جولای پر۱۸مه د انګلينډ په لېډز ميدان کې شوې دې سیالۍ کې کوربه ټيم لومړی بېټنګ وکړ او په ۲۰ اورونو کې يې پاکستان ته د ۲۰۰ رنزونو هدف ورکړ. په جواب کې پاکستان د نهه لوبغاړو په اوټ کېدو په ۲۰ اورونو کې ۱۵۵ رنزونه جوړ کړل.

د دریو لوبو په دې سیالیو کې لومړی مېچ پاکستان ګټلی وو. درېيمه او اخري لوبه به د جولای پر ۲۰مه په مانچسټر کې کيږي.

XS
SM
MD
LG