د اروپا په لویدیځه برخه کې د زیاتو بارنونو او سېلابونو له کبله د مړو شمېر لږترلږه ۱۸۳ ته رسېدلی او په لسګونه لا هم ورک دي.
دې سېلابونو تر ټولو زیات جرمني ، بيلجیم ، هالينډ او لکزمبورګ سخت ځپلي دي.
د جرمني چارواکي وايي، یوازې د دوی په هیواد کې لږ تر لږه ۱۵۶ کسان وژل شوي. د جرمني پولیسو په یو بیان کې ویلي چې هلته د مړو په شمېر کې د لا زیاتوالي وېره ده.
د دوی په وینا، يوازې په راینلینډ – پیلېنتېنېت ایالت کې ۶۷۰ کسان ژوبل شوي هم دي. د جرمني په بره بوېریا ایالت کې بيړنی حالت اعلان شوی دی.
په بيلجیم کې د دې سېلابونو له امله د مړو شمیر لږ تر لږه ۲۷ ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ د اروپا د نورو هېوادونو لکه سوېټزرلينډ ، اسټریا، او چيک جمهوريت ځينې برخې هم متاثره شوې دي.
د اسټریا وزیراعظم سيباسټين کورژ پر خپله ټوېټر پاڼه ليکي چې سختو توفاني بارانو د اسټریا په يو شمیر سیمو کې سخت زیانونه رسولي دي.