د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا ولسمشر جو بایډن له عراقي وزیراعظم مصطفی الکاظمي سره لیده کاته کوي‌


دا ملاقات په داسې وخت کې کېږي چې په عراق کې د امریکا د پوځ او ډېپلومیټانو پر ودانیو راکټي او ډرون بریدونو اندېښنې پورته کړې دي.
دا ملاقات په داسې وخت کې کېږي چې په عراق کې د امریکا د پوځ او ډېپلومیټانو پر ودانیو راکټي او ډرون بریدونو اندېښنې پورته کړې دي.

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن به د جولای پر ۲۶مه د عراق له وزیراعظم مصطفی الکاظمي سره په واشنګټن کې ملاقات کوي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي ویلي، دا ملاقات به د امریکا او عراق سټراټیژیکي همکاري لا پراخه کړي.

نوموړې زیاته کړه، بایډن هڅه کوي چې له عراق سره وسله والې ډلې اسلامي دولت یا داعش ته د ماتې ورکولو لپاره د شریکې مبارزې ترڅنګ په نورو امنیتي معاملو کې هم همکاري پیاوړې کړي .

دا ملاقات په داسې وخت کې کېږي چې په عراق کې د امریکا د پوځ او ډېپلومیټانو پر ودانیو راکټي او ډرون بریدونو اندېښنې پورته کړې دي.

د جولای پر اوومه د انبار صوبې په عین الاسد هوايي اډې چې پکې امریکايي پوځیان موجود دي، ۱۴ راکټونه وویشتل شو.

په پېښه کې دوه امنیتي کارکوونکي سرسري زخمیان شوي وو. تر دې وروسته په بغداد کې د امریکا پر سفارتخانې راکټي بریدونه وشو.

د دې بریدونو تور پر ایران ملاتړ لرونکیو ملیشو پورې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG