د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې غوښتنه کړې ده چې په افغانستان کې دې د کار پر وخت د خبریالانو خونديتوب باوري کړل شي.
د بخښنې نړیوال سازمان د جولای پر ۱۶مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چارواکي باید د هغو خبریالانو د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي چې د کره خبر ورکولو لپاره د جګړو سیمو ته لېږل کېږي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې هم د جولای پر ۱۶مه د افغانستان له چارواکو غوښتي چې د خبریالانو د حفاظت لپاره دې پوره پوره هڅه وکړي.
دا له هغې وروسته ده چې د رویټرز خبري اژانس یو هندی عکاس دانش صدیقي د جولای پر ۱۶مه د افغانستان په سرحدي سیمه سپین بولدک کې د وسله والو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښتو کې ووژل شو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه پېغام کې ویلي چې حکومت به یې د خبریالانو د ژوند د خوندي کولو لپاره ګامونه پورته کوي.