د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار کې د رویټرز اژانس خبریال دانش صدیقي وژل شوی


دانش صدیقي کندهار ته د جګړې په اړه د خبریالۍ لپاره ورغلی وو - انځور د صدیقي له ټوېټر پاڼې اخیستل شوی.

رویټرز اژانس وايي، یو خبریال یې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبان ترمنځ د جګړې د راپور جوړولو پر مهال وژل شوی دی.

یو لوړ پوړي افغان قوماندان ویلي، دانش صدیقي او یو افغان افسر د جولای پر ۱۶مه هغه مهال د طالبانو په ډزو کې ووژل شول چې افغان ځواکونو د سپین بولدک د بازار بېرته نیولو هڅه کوله.

د کندهار د والي ویاند احمد بشیر احمدي مشال راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو صدیقي سهار شاوخوا اته بجې په بازار کې وژلی دی.

خو د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي ویلي د پېښې پلټنې کوي.

صدیقي د خبر جوړولو او انځورونو اخیستو لپاره د روانې اوونۍ له پیله په کندهار کې له افغان ځواکونو سره وو.

د رویټرز اژانس مشر میخایل فریډنبرګ او مشرې مدیرې الېساندرا ګیلوني په یو بیان کې ویلي، هغوی په سیمه کې له چارواکو سره په رابطه کې دي او هڅه کوي چې د پېښې په تړاو نور معلومات تر لاسه کړي.

صدیقي د رویټرز د انځور اخیستونکو د هغې ډلې غړی وو چې په ۲۰۱۸ز کال کې یې د روهېنجا کډوالو د انځورګرۍ لپاره یې پولیټزر جایزه ګټلې وه.

دانش صدیقي له ۲۰۱۰ز کال راهیسې له رویټرز اژانس سره د عکس اخیستونکي خبریال په حیث کار کاوه او د افغانستان تر څنګ یې د عراق د جنګ د روهېنجا کډوالو د شخړې، د هانګ کانګ د مظاهرو، او د نیپال د زلزلو په اړه هم انځورونه اخیستي ول.

په افغانستان کې د خپلواکه رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د صدیقي د وژنې غندنه کړې ده.

د افغانستان د روغې جوړې د ملي شورا مشر عبدالله عبدالله د نوموړي پر وژنه خپګان ښوولی دی.

XS
SM
MD
LG