د لاسرسي ځای

تازه خبر

ازادې اروپا راډیو مېنسک کې د خپلو خبریالانو ځورول وغندل


عیني شاهدان وايي چې چارواکو د جولای پر ۱۶مه د ازادې اروپا راډیو د څانګې دروازه ماته کړې ده.
عیني شاهدان وايي چې چارواکو د جولای پر ۱۶مه د ازادې اروپا راډیو د څانګې دروازه ماته کړې ده.

د بېلاروس امنیتي چارواکو د هیواد په پلازمېنه مینسک کې د ازادې اروپا راډیو د ودانۍ په ګډون د یو شمېر خپلواکو خبریالانو پر کورونو او دفترونو چاپې وهلې دي.

عیني شاهدان وايي چې چارواکو د جولای پر ۱۶مه د ازادې اروپا راډیو د څانګې دروازه ماته کړې ده.

چارواکو د ازادې اروپا راډیو د دوو خبریالانو د کورونو تالاشي اخیستې او هغوی یې بندي کړي دي.

د ازادې اروپا راډیو مشر جیمي فلای د جولای پر ۱۶مه په یو بیان کې د بېلاروس د دې کړنو غندنه کړې ده او غوښتنه یې کړې ده چې ژر تر ژره دې د ازادې اروپا خبریالان او ودانۍ خوشي کړي.

د ده په وینا، د بېلاروس دا تنګونکي چلونه د هغوی د خبریالي نشي خاموشه کولای. هغه وايي، د بېلاروس خلکو ته د ازادې اروپا راډیو تل د خبرونو یوه موثقه سرچینه پاتې شوې ده.

جمي فلای وړاندې وویل، له دې چاپو او ګرفتاریو معلومېږي چې د لوکاشېنکا رژیم په واک کې د پاتې کېدو لپاره ټولې حربې استعمالوي.

دا له هغه دوه ورځې وروسته ده چې هلته په بیلاروس کې د بشري حقونو د ۱۲ سازمانونو پر دفترونو چاپې ووهل شوې.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان مشر ویلي چې د بېلاروس چارواکو دا وروستي ګامونه بلکل د منلو وړ نه دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG