د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېلاروس کې د ازادې اروپا راډیو د سلاکار په ګډون د یو شمېر کسانو ضد مقدمه پیل


د امریکا، اروپايي ټولنې او برتانیې ډېپلوماټان، د مېکالې ستاتکېوېچ ښځه مرینا ادامووېچ او د اېهار لوسېک ښځه دریا لوسېک د ۲۰۲۱ز د جون پر ۲۴مه
د امریکا، اروپايي ټولنې او برتانیې ډېپلوماټان، د مېکالې ستاتکېوېچ ښځه مرینا ادامووېچ او د اېهار لوسېک ښځه دریا لوسېک د ۲۰۲۱ز د جون پر ۲۴مه

د بېلاروسي ویډیو بلاګر سېرګې تیخانوفسکي، د ولسمشرۍ پخواني نوماند مېکالې ستاتکېوېچ او د نومیالي بلاګر او د ازادې اروپا راډیو د ټولنیزو رسنیو سلاکار اېهار لوسېک په ګډون د یو شمېر نورو کسانو پر وړاندې د مقدمې اورېدنه پیل شوې ده.

د دوی پر ضد مقدمه د جون پر ۲۴مه د جنوب ختیځ ښار هومېل په زندان کې پیل شوه.

تیخانوفسکي د اپوزیشن له مخکښو شخصیاتو یو دی او تر هغې وروسته ګرفتار شو چې د واکمن الېکساندر لوکاشېنکا پر وړاندې یې د تېر کال د ولسمشرۍ په لانجمنو انتخاباتو کې نوماندۍ ته لېوالتیا وښوده.

پر نوموړي د لویې ګډوډۍ د تنظیمولو، په ټولنه کې د کرکې پارولو، د انتخاباتو مرکزي کمېشن د فعالیتونو پر وړاندې د خنډ درولو او د ټولنیز نظم د ګډوډولو فعالیتونو د اداره کولو تورونه دي.

که پر تیخانوفسکي دا تورونه، چې په پراخه کچ درواغ او ناروا بلل کېږي، ثابت شي نو تر ۱۵ کلونو پورې د بند سزا ورته اورول کېدای شي. تیخانوفسکي د ولسمشرۍ د پخوانۍ نوماندې سوېتلانا تیخانوفسکایا مېړه دی.

اولادزېمر تیخانوېچ، ارتیوم سکاو او دېمېتري پاپو د اپوزیشن نور شخصیات او سیاسي بندیان دي چې پر ضد یې مقدمې پیل شوي.

د ازادې اروپا راډیو مشر جېمي فلای د جون پر ۲۴مه په یو بیان کې د اېهار لوسېک مقدمه "په انصاف پورې د پسخند وهلو" په توګه یاده کړه او یو ځل بیا یې له بېلاروسي چارواکو وغوښتل چې نوموړی "سمدستي او بې له شرطه" خوشې کړي.

لوسېک د ۲۰۲۰ز کال په جون کې د "عامه نظم د ګډوډولو د تیاریو" په تور نیول شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG