د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو شمېر هیوادونو د "ازادې اروپا" راډیو خبریالان تر فشار لاندې راوستي


د قرغزستان په بیشکیک کې له پارلېماني ټاکنو وروسته د احتجاجونو په اړه د راپورونو جوړولو پرمهال د ازادې اروپا راډيو پر خبریالانو پولیسو او مظاهرچیانو دواړو حملې کړي.
د قرغزستان په بیشکیک کې له پارلېماني ټاکنو وروسته د احتجاجونو په اړه د راپورونو جوړولو پرمهال د ازادې اروپا راډيو پر خبریالانو پولیسو او مظاهرچیانو دواړو حملې کړي.

ازادې اروپا راډیو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په تاجکستان، قرغزستان، بېلاروس او روسیه کې ځايي چارواکو د دغې راډیو د خبریالانو په قانوني او خوندي توګه د کار کولو حق کم کړی او په تیرو څو اوونیو کې دا خبریالان تر سخت فشار لاندې راغلي دي.

په داسې حال کې چې په تاجکستان کې د اکتوبر پر ۱۱مه ولسمشریزه انتخابات کېږي، د ازادې اروپا راډيو خبریالان له تیرې څه مودې راهیسې د یو مبهم او غیرقانوني حالت سره مخامخ دي چې له وجې یې د تاجک څانګې په خپلواکه توګه د خبرونو جوړولو صلاحیت کمېږي.

د اکتوبر پر څلورمه د قرغزستان په پلازمینه بیشکیک کې له پارلېماني انتخاباتو وروسته د احتجاجونو په اړه د راپورونو جوړولو پرمهال د ازادې اروپا راډيو پر خبریالانو پولیسو او مظاهرچیانو دواړو حملې وکړې.

په بېلاروس کې بیا د اګست پر نهمه د شوو ولسمشریزو ټاکنو د نتیجو پر سر احتجاجونه کېږي.

د دې حالاتو په ترڅ کې د ازادې اروپا راډیو خبریالان له ځورونو، تشدد او بندیزونو سره مخامخ شوي دي او ګڼ خبریالان یې د کار کولو پرمهال ګرفتاره شوي دي.

دغسې د روسیې په سرښار ماسکو کې د ازادې اروپا راډیو خبریال د اکتوبر پر اوومه د جنسیت په اړه د یو احتجاج پر مهال ونیول شو.

د ازادې اروپا راډيو مرستیالې مشرې ډېزي سینډلر ویلي، دا د خپلواکه صحافت د مخې نیولو څرګنده هڅې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG