د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د افغانستان سولې په اړه غونډه وځنډوله


ټاکل شوې وه چې د افغان سولې په اړه غونډه د جولای پر ۱۷مه اسلام اباد کې پیل شي - د ارشیف انځور.
ټاکل شوې وه چې د افغان سولې په اړه غونډه د جولای پر ۱۷مه اسلام اباد کې پیل شي - د ارشیف انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې پاکستان سفارت وايي، د افغان حکومت په غوښتنه یې په اسلام اباد کې د سولې په اړه درې ورځنۍ غونډه ځنډولې ده.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د افغانستان د سولې لپاره ځانګړي کنفرانس ته یې د جولای له ۱۷مې څخه تر ۱۹مې پورې نېټې ټاکلې وه چې پکې یې د ګډون لپاره د افغانستان سیاسي مشرانو او حکومتي چارواکو ته بلنه ورکړې وه.

خو د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزي د جولای پر ۱۵مه مشال راډیو ته ویلي ول چې اسلام اباد ته یې وړاندیز کړی چې غونډه وځنډوي او تر لوی اختر وروسته یې جوړه کړي.

تر هغې وروسته د جولای پر ۱۶مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د هغه هېواد سفیر منصور علي خان په بیان کې ویلي چې اسلام اباد کنفرانس ځنډولی او بله نېټه به یې وروسته اعلان کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG