د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له افغانستانه د هغو افغانانو ایستل پیلوي چې له امریکایانو سره یې کار کړی وو


افغان ژباړونکي په کابل کې د امریکا له سفارت سره نېږدې د احتجاجي لاریون پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جون میاشتې انځور.
افغان ژباړونکي په کابل کې د امریکا له سفارت سره نېږدې د احتجاجي لاریون پر مهال - د ۲۰۲۱ز کال د جون میاشتې انځور.

ټاکل شوې چې امریکا د جولای په پای کې له افغانستانه د هغو افغانانو ایستل پیل کړي چې د شاوخوا ۲۰ کلنې جګړې پر مهال یې هلته له امریکايي پوځیانو سره کار او مرسته کړې.

دا لا نه ده روښانه چې څومره افغانان به ایستل کېږي او تر هغو چې امریکايي ویزې ترلاسه کوي، چېرې به اوسي.

سپینۍ ماڼۍ د جولای پر ۱۴مه د افغانانو د ایستلو بهیر اعلان کړ او دې ته یې د ملګرو د پناه عملیاتو (اپرېشن ایلایز رېفیوج) نوم ورکړی دی.

د سپینې ماڼۍ په وینا، له دې پروګرام سره سم به لومړي پروازونه د هغو ځانګړو ویزو غوښتنلیک لرونکو لپاره وي چې په امریکا کې یې د اوسېدو لپاره د ویزې بهیر وار له مخه روان دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي ویلي، د امنیتي وجوهاتو له وجې نه شي ویلای چې څومره افغانان به په لومړیو پروازونو کې له افغانستانه انتقالېږي او چېرې به ساتل کېږي.

ولسمشر جو بایډن اوسمهال د کانګرس د غړو تر فشار لاندې دی چې له هغو ژباړونکو سره د مرستې پلان جوړ کړي چې په افغانستان کې یې له امریکايي پوځیانو سره کار کړی وو.

له دې علاوه په اپرېل کې چې امریکايي ولسمشر له افغانستانه د ټولو پوځیانو ایستلو اعلان وکړ نو هغه مهال او بیا په جون کې لسګونه افغان ژباړونکو په کابل کې د امریکا سفارت مخې ته مظاهره وکړه او له واشنګټنه یې وغوښتل چې دوی محفوظ ځای ته انتقال کړي.

دوی اندېښنه لري چې د بهرنیو پوځیانو تر وتلو وروسته ښايي د طالبانو له غبرګون سره مخامخ شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي، ځینو هېوادونو ته یې د افغانانو د لېږد پلان جوړ کړی خو لا یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG