د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني کې بارانونو او سېلاوونو څلور کسان وژلي


د جرمني په شولد وړوکي ښار کې د بارانونو او سېلاوونو له وجې سړکونه بند شول - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۵مې انځور.
د جرمني په شولد وړوکي ښار کې د بارانونو او سېلاوونو له وجې سړکونه بند شول - د ۲۰۲۱ز کال د جولای ۱۵مې انځور.

په جرمني کې د اورښتونو له وجې سېلاوونه راغلي چې پکې لږ تر لږه څلور کسان مړه شوي دي.

پولیسو د جولای پر ۱۵مه وویل، په سېلاوونو کې تر ۳۰ زیات کسان ورک شوي هم دي.

د جرمني په لویدیځ کې سېلاوونو شپږ کورونه ړنګ کړي دي. په هغه سیمه کې د جولای ۱۴مې شپې مهال سختو بارانونو ودانۍ زیانمې کړې او خلک یې له کورونو څخه وتلو ته اړ کړل.

پولیس د راینلینډ - پیلېنتېنېت ایالت له اهروایلر ولسوالۍ څخه یې د خلکو د مړینې رپورټونه تر لاسه کړي.

د دوی په خبره، د هغې ولسوالۍ په شولد ښار کې ګڼ کورونه د نړېدو له خطر سره مخامخ دي.

بارانونو د شمالي راین وېستفالیا ایالت هم ځپلی دی او چارواکي وايي، هلته په مایرکېشر کرایس ولسوالۍ کې دوه اوروژونکي د ژغورنې عملیاتو پر مهال مړه شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG