د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د افغانستان تماس ډلې غونډه په تاجکستان کې پیلیږي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره دوشنبې ته رسېدلی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون لري. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره دوشنبې ته رسېدلی دی.

د شانګهای د همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د تماس ډلې څلورمه ناسته نن په تاجکستان کې پیلیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم په دې غونډه کې د ګډون لپاره دوشنبې ته رسېدلی دی.

د پاکستان سرکاري رسنۍ لیکي چې نوموړي د جولای پر ۱۲مه د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهر الدین سره د لیدو پر مهال ویلي، هغوی تمه لري چې افغان مشران به له دې تاریخي فرصته ګټه پورته کړي او جوړ جاړي ته به سره ورسېږي.

د تاجکستان پلازمینه دوشنبه ښار داسې وخت د شانګهای سازمان په چوکاټ کې د افغانستان د تماس ډلې د ناستې کوربه دی چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د ۲۰ زرو سرتیرو د ځای پر ځای کولو امر کړی دی.

د افغانستان په بیلابیلو سیمو په تېره بیا شمالي ولایتونو کې د جګړو زیاتېدو د منځنۍ اسیا هېوادونه اندېښمن کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG