د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ښځینه ووټرانو د رجسټرېشن کچ ټیټ شوی: انتخاباتي کمېشن


د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، د ښځینه ووټرانو رجسټرېشن ۱۰ فیصده کم شوی ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، د ښځینه ووټرانو رجسټرېشن ۱۰ فیصده کم شوی ـ انځور له ارشيفه

د پاکستان د انتخاباتو کمېشن وايي، په ۲۰۲۱ز کال کې د هېواد په څه د پاسه ۸۰ فیصدو ضلعو کې د ښځينه ووټرانو رجسټرېشن تر ۱۰ فیصده پورې کم شوی دی.

د کمېشن اېډیشنل ډایرېکټر جنرل جاوېد اقبال خټک د جولای پر ۱۱مه مشال رېډیو ته وویل چې د ملک نورو صوبو تر څنګ د خیبر پښتونخوا په ۱۱ ضلعو کې هم د ښځینه ووټرانو د اندراج شرح ۱۰ فیصده کمه شوې ده. "په خیبر پښتونخوا کې سړي د ښځو په ووټ اچولو کې دلچسپي نه لري. ځینې ښځې شناختي کارډونه نه لري. بیا په ځينو سیمو کې روایات هم خنډ جوړېږي. ځینې وخت د سیاسي مصلحت له وجې هم ښځې په جمهوري عمل کې له برخې اخیستو پاتې شي. خو دا مسلې د پاکستان په نورو صوبو کې هم شته چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې یې د حلولو هڅې کوو."

خټک زیاته کړه چې د ښځينه ووټرانو شمېر زیاتولو لپاره د شناختي کارډونو جوړولو له قامي ادارې (نادرا)، سیاسي ګوندونو، مدني ټولنې، دیني عالمانو، قبایلي مشرانو او له رسنیو سره په ګډه کار کوي.

د الېکشن کمېشن په وینا، سږ کال تر اپرېل میاشتې پورې په هغه هېواد کې د درج شویو ټولو ووټرانو شمېر له ۱۱ کروړه ۸۲ لکو زيات دی چې پکې تر شپږ کروړه، ۵۳ لکو زيات سړي او تر پینځه کروړه ۲۹ لکو زياتې ښځې دي.

د پاکستان د انتخاباتي کمېشن له شمېر سره سم، د روان یعنې ۲۰۲۱ز کال تر اپرېل پورې په خیبر پښتونخوا کې ټول یو کروړ ۹۹ لکه خلکو خپل ووټونه رجسټر کړي چې پکې یوازې ۶،۸۸۹،۰۰۰ یې د ښځو او پاتې د سړیو دي.

په پاکستان کې د ازادو او رڼو انتخاباتو لپاره کارکوونکې ناحکومتي ادارې فافېن یو چارواکی مدثر رضوي وايي چې له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د ښځو او سړیو د ووټونو په رجسټرېشن کې توپیر د زیاتېدو په حال کې وو، خو دی هیله من دی چې په راتلونکو کلونو کې به دا فرق کم شي. "د ښځو او سړیو په ووټونو کې دا فرق په ۲۰۰۲ز کال کې شاوخوا ۵۵ لکه وو چې هر کال پکې زیاتوالی روان وو او د ۲۰۱۸ز کال په عامو انتخاباتو کې خو دا فرق شاوخوا یو کروړ ۳۰ لکو ته رسېدلی وو. البته تر هغې وروسته د انتخاباتي کمېشن، نادرا او غیر سرکاري ادارو په هلو ځلو نه یوازې د دې فرق د زیاتېدو مخه ونیول شوه بلکې تر څه حده کم شوی هم دې یعنې دا وخت د ښځو د ووټونو شمېر له سړیو شاوخوا یو کروړ ۲۴ لکه کم دی."

د مدثر رضوي په وينا چې حکومت، مدني ټولنه او ولس دې په ګډه لا نور کار وکړي چې په جمهوري نظام کې ښځې هم د سړیو برابر رول لوبولو جوګه شي.

د اسلامیه کالج پوهنتون د سیاسیاتو د څانګې استاده تبسم مجید وايي، د یو هېواد جمهوري نظام هغه وخت مکملېږي چې پکې ښځې فعال کردار ولري او د دې لومړی قدم د ووټ اندراج دی. "سړي پوهول په کار دي دي چې څنګه د دوی رايه مهمه ده نو هم دغه شان د ښځو ووټ هم مهم دی. ځکه چې په کلیوالو سیمو کې ښځې زیاتره په سړیو [تکیه وي] نو ووټ خو به هغه وخت وکارولای شي چې اول یې رجسټر کړی وي."

د نوموړې په خبره، الېکشن کمېشن د ووټ اندراج ډېر اسانه کړی او هر کس چې وغواړي د انتخاباتو د شیډول (مهالوېش) تر اعلان مخکې ځان رجسټرولای شي.

تبسم مجید همداراز وویل چې د ښځو د ووټونو د اندراج لپاره سیاسي ګوندونو ته هم کردار لوبول په کار دي، ځکه چې د پاکستان له انتخاباتي قانون سره سم، که د انتخاباتو پر وخت په يوه حلقه کې په ټولو کارول شویو ووټونو کې د ښځو رایې له ۱۰ فیصده کمې وي نو انتخابات به یې لغوه کېږي.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG