د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست نړیوال هوايي ډګر رسما پرانېستل شو


ولسمشر غني د خوست په هوايي ډګر کې
ولسمشر غني د خوست په هوايي ډګر کې

د خوست ولایت ملکي هوايي ډګر نن د جولای پر ۱۰مه د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري په رسمي ډول د پروازونو پر مخ پرانېستل شو.

ولسمشر غني چې یو حکومتي پلاوی ورسره ملګری دی، په هوایي ډګر کې یې د هغو مسافرو هرکلی وکړ چې له متحده عربي اماراتو څخه په مستقیمه الوتنه کې خوست ته راغلي وو. ولسمشر غني راغلو مسافرو او د خوست خلکو ته د دې نړیوال هوایي ډګر د جوړیدو مبارکي وویله.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي مشال راډیو ته وویل چې دا په هېواد کې پنځم ستر هوايي ډګر دی چې نړیوال پروازونه ترې کېږي:

"دغه هوايي ډګر په پنځو پړاوونو کې جوړ شوی چې ټولیز لګښت پرې یو میلیارد ۸۸۱ میلیونه افغانۍ راغلی چې د حکومت له بودیجې ورکړل شوی دی."

د نوموړي په خبره د دغه هوايي ډګر کارونه په ۱۳۹۰لمریز کال کې د ملکي هوايي چلند ادارې له لوري پيل شوي چې دا مهال بشپړ شوي دي.

د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې سر له نن به د اریانا او اماراتو هوايي شرکتونه خپل پروازنه له دغه هوايي ډګره پيل کړي چې ورسره به له دوبۍ ـ خوست او همدارنګه له خوست ـ کابل او بیا دوبۍ ته پروازونه کېږي.

دا له کابل، هرات، بلخ او کندهار وروسته پنځم ستر هوايي ډګر دی چې ګټې اخېستنې ته سپارل کېږي.

د ملکي هوایي چلند اداره وایي، چې د دغه هوایي ډګر په پرانېستلو سره به د حکومت عایداتي سرچینې زیاتې شي او همدارنګه به ځڼغوزې (جلغوزې) چې د خوست، پکتیکا او پکتیا مهم پیداوار او کرنیز محصولات دي د هوایي دهلیز له لارې بهر ته صادرې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG