د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وایرس په انډونیشیا کې زیات خلک ناجوړه کړي


انډونیشیا اوس مهال د نړۍ په کچه د کورونا وبا د خپرېدو تر ټولو لوی ځای ګرځېدلی دی.

د ۲۷۰ میلیونو وګړو په دې هېواد کې د کورونا ډیلټا بڼې زور اخېستی دی.

د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره روانې نړیوالې هڅې د یاد وایرس د ډیلټا بڼې له وجې اغېزمنې شوې دي.

د رسمي معلوماتو له مخې، په انډونیشیا کې د کورونا وبا له وجې د تلفاتو کچه په یوه میاشت کې پينځه وارې لوړه شوې او د ورځې ۱۰۰۰ کسانو مړینې ته رسېدلې ده.

خو داسې ګومانونه هم شته چې کېدای شي د کورونا وبا له وجې د مړو شوو ټولو کسانو شمېره په رسمي توګه د اعلان شوو ۶۳ زره ۷۰۰ نه لوړه وي.

په پلازمینه جکارته کې د کوېډ ـ ۱۹ له پينځو هدیرو څخه څلور یې ډکې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG