د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار او خیبر قبایلي مشرانو په لواړګې کې جرګه کړې


د افغانستان د ننګرهار ولایت د یو شمیر ولسوالیو قومي مشرانو د د مارچ پر ۲۸مه د خیبر ضلعې له قومي مشرانو سره په لواړګې کې جرګه کړې ده.
د افغانستان د ننګرهار ولایت د یو شمیر ولسوالیو قومي مشرانو د د مارچ پر ۲۸مه د خیبر ضلعې له قومي مشرانو سره په لواړګې کې جرګه کړې ده.

د افغانستان د ننګرهار ولایت د یو شمیر ولسوالیو قومي مشرانو د د مارچ پر ۲۸مه د خیبر ضلعې له قومي مشرانو سره په لواړګې کې جرګه کړې ده.

دوي وویل چې د ډیورنډ دواړو غاړو ته اباد پښتانه قبایل په تورخم کې د بندیزونو له امله له یو لړ مشکلاتو سره مخ دي.

د دوي په وینا، د پاسپورټ او ویزې شرطونو له وجې یې پر ټولنیز او اقتصادي حالت ډير اثرات پریوتلي دي.

په دې جرګه کې شریک د ننګرهار یو قومي مشر حاجي ظاهرالله ظاهر مشال راډیو ته وویل، " لکه پخوا چې په قبایلو ممانعت نه وو نو داسې دې دواړو خواوو ته د بغیر پاسپورټ او ویزې پریښودل شي."

د ده په وینا، پر چمن یوازې په تذکره او شناختي کارډ تګ راتګ آزاد دی خو پر تورخم بند دی او په قطارونو کې ماشومان او میرمنې مړې شوې دي.

ده وویل چې پر پاسپورټونو د ننوتو او وتو ټاپو لګولو لپاره اوږده اوږده قطارونه جوړ شوي وي او زیاتره وخت تورخم دروازه بنده وي.

د ننګرهار قومي شورا یو غړي لال اغا کاکړ وویل چې دوی پر دې سره متفق شوي چې دواړوو خواوو ته به جلا جلا کمیټۍ جوړوي چې د ستونزو د هواري لپاره په ګډه کار وکړي.

ده وویل، "که پاکستان کې مشکل وي نو دې غاړې کمیټي به پرې حکومت سره خبرې کوي او که هغې غاړې ته څه مشکل وي نو زموږ د افغانستان اړخ کمیټي به پرې افغان حکومت سره غږیږي."

ځايي قبایلي مشر ملک دریا خان اپریدی جرګې ته وویل چې پاکستان د هند سیکانو لپاره د کرتاپور راهداري ورکړې خو په تورخم باندې دواړو خواوو پښتنو ته اسانۍ نه پیدا کوي.

ده وویل، "دا ښه خبره ده چې سیکانو سره ښه تعلق جوړیږي پکار ده هندوانو سره هم ښه تعلق پیدا شي خو دا ډيره عجیبه خبره ده چې زما خپل پښتانه خپل زات ، خپل نسل چې ژبه کلتور او مذهب مو سره یو دې موږ یو بل سره تګ راتګ نه منع کوي."

ملک دریا خان اپرېدي زیاته کړه، "موږ ټول پښتانه افغانان په دې سخت خفه یو په تورخم کې زمونږ میرمنو او ماشومانو سره ښه چلند نه کیږي، موږ یو بل سره خپلوۍ شوي، د خور او خورلڼې خپلوي راباندې څنګه څوک بندولای شي؟"

ده وویل داسې لاره چاره به جوړوي‌ چې د دواړو خواوو قبایلو ترمنځ تګ راتګ او مراسمو ته لاره هواره شي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د خیبر استازي شفیق شیر اپرېدي جرګې ته وویل چې افغان میرمنو ماشومانو او مریضانو ته په تورخم کې د سفر په وخت ډير مشکلات دي.

ده وویل، "موږ هڅه کوو چې دا راکم شي، لکه څنګه چې افغانانو ته پاکستان ته په راتګ کې مشکلات دي داسې پاکستاني وګړو ته په افغانستان کې مشکلات شته، هلته زموږ زده کونکي او روزګار کونکي هم کله کله مشکل سره مخ شي او موږ ته شکایتونه کوي."

ده زیاته کړه چې دوی به د افغان وګړو لپاره په تورخم کې سهولتونه پیدا کولو په لړ کې خپلو لوړ پوړو چارواکو سره بیا هم ویني او په دې به ورسره خبرې کوي.

د پاکستان امنیتي چارواکي وایي چې دوي د وفاقي حکومت په امر په ۲۰۱۶ کې په تورخم دروازه د بارډر منیجمنټ یا پولې سنبالولو پالیسي عملي کړې ده.

د دوی په وینا، د دې له مخې یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سفر کونکو کسانو لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کړی دی.

دوی وايي چې د دې ګام هدف یې د امنیت ټینګولو لپاره اخیستی دی خو دواړو خواوو ته مېشت پښتانه غوښتنه کوي‌ چې د پاکستان او افغانستان حکومتونه دې دوی ته د تګ راتګ او تجارت لپاره اسانتیاوې برابر کړي.

XS
SM
MD
LG