د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر تورخم دې تګ راتګ په تذکرو شي: د ننګرهار قومي مشران


تورخم دروازه
تورخم دروازه

د ننګرهار قومي مشران غواړي چې پر تورخم لاره دې تګ راتګ یوازې په تذکرو کړل شي.

دوی وایي چې پرته له تورخمه پر ډیورنډ کرښه د تلو راتلو په نورو ټولو دروازو کې خلک په تذکرو باندې تګ راتګ کوي چې په خبره یې باید دا چاره په تورخم کې هم عملي شي.

د دغو قومي مشرانو په باور، د پاسپورټونو، وېزو او نورو رسمي چارو له امله ساعتونه ساعتونه مسافر چې ډېری یې ناروغان او کاروباریان دي، تورخم کې ځنډېږي او ستونزې یې ورته جوړې کړي دي.

د ننګرهار اوسېدونکی او قومي مشر ۷۰کلن ملک کوتر خان وایي، له کومې ورځې چې د تورخم له لارې د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او وېزه لازمي شوي، بیا یې له ناچارې ورځې له پولې پورې غاړه د خپلو خپلوانو او عزیزانو مړی او ژوندی نه دی کړی.

د کوترخان په باور، د ډېورنډ کرښې دواړه غاړه قومونه د یوه وجود په شان دي او باید ترمنځ یې د تګ راتګ پر مهال خنډونه له منځه یوړل شي.

تورخم دروازه
تورخم دروازه

دی وايي: "هلته مې اوښي مړه وو، خسر مې مړ و، یو بل خپلوان مې هم مړ و، دوی ته زه نه یم ورغلی، نو دا خبره ده چې همدغسې د ټولو خلکو ستونزې وې، نو خلکو ته دې اسانتیاوې برابرې شي."

د ننګرهار د قومي مشرانو په خبره، له تورخم دروازې هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي چې ډېریو سره یې ښځې، ماشومان او ناروغان ملګري وي.

د شینوارو یو تن قومي مشر ملک عارف وایي، د پاسپورټونو او وېزو د رسمي چارو د ترسره کېدو په خاطر ساعتونه ساعتونه او ان ټوله ورځ خلک په تورخم کې تر شنه اسمان لاندې تېروي.

دی وایي، ډېری مسافر چې د ورځې له مخې یې رسمي چارې بشپړې نه شي نو د شپې تېرولو د ځایونو د نشتوالي له کبله شپه بېرته جلال اباد ښار ته رسوي او د پاتې کارونو لپاره بیا سبا سهار وختي له ښځو او ماشومانو سره تورخم ته ځي.

له تورخم دروازې هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي
له تورخم دروازې هره ورځ زرګونه کسان تګ راتګ کوي

عارف زیاتوي: "تورخم کې داسې ځای نه لرو څو زنانه هلته د شپې پاتې شي، لکه څنګه چې پر چمن د تذکرو کار پیل دی، په پکتیا باندې شروع دی، باید همدغسې دواړه دولتونه که زموږ غږ وانه وري، دواړه خواوې لارې بندوو."

د ننګرهار د قومي مخورو دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې دې وروستیو کې د دغه ولایت د قومي مشرانو یوه جرګه کوزې پښتونخوا ته تللې وه او هلته یې په دې اړه له ځينو قبایلي مشرانو سره کتلي وو.

د دغې جرګې د غړو په خبره، د ډېورنډ کرښې پورې غاړه له قبایلي مشرانو سره د ناستې هدف د دواړو غاړو د قومونو ترمنځ یووالی او ښه همغږي رامنځته کول وو.

د دغې جرګې یو غړی قومي مشر لال اغا کاکړ وایي، دوی قبایلي مشرانو ته ننګرهار ته د راتګ بلنه ورکړې، څو دغلته یوه اجرائیوي کمېټه جوړه او د افغانستان او پاکستان مسؤلین په تورخم کې د شته ستونزو د له منځه وړلو لپاره وهڅوي.

کاکړ زیاتوي: "کوم قومي مشران چې هلته وو، لکه افریدي مشران او نور چې موږ سره یې حضور درلود، هغوی ته مو دعوت ورکړ، هغوی به دېخوا راځي او په ګډه به سره همکاري کوو څو پر دواړو حکومتونو ولسي فشار راولو او د ولسونو دغه مشکلات حل شي."

لال اغا کاکړ زیاتوي، نه پوهېږي چې ستونزه څه او چېرته ده خو په وینا یې له ډیورنډ کرښې د اوښتو را اوښتو په نورو ټولو لارو او دروازو کې یوازې په تذکره او پېژندکارټونو خلک تګ راتګ کوي، خو په تورخم کې بې وېزې او بې پاسپورټه چاته اجازه نه ورکول کېږي.

له نننه تر نېږدې څلور کاله وړاندې خلکو پر ډیورنډ کرښه په ازادانه ډول تګ راتګ کاوه، خو په دې وروستیو کلونو کې له کله چې د افغانستان او پاکستان حکومتونو ترمنځ پر ډېورند کرښه یو بل ته د ترهګرۍ د انتقال ادعاوې او بې باورۍ زیاتې شوې، نو پاکستان پر دغه کرښه اغزن سیمونه او پر ځينو لارو چې د تګ راتګ لپاره د تورخم بدیلې لارې وې، دروازې نصب کړې.

که څه هم همغه وخت افغان حکومت، ځينو افغان سیاسي ګوندونو، ولسونو او له پولي پورې غاړه قومونو د پاکستاني لوري دغه اقدام د پولې د دواړو غاړو ولسونو او قومونو ترمنځ د بېلېدو هڅه وبلله کوم چې تر نننه پرې هم د دواړو لورو قومونو ترمنځ ازاد تګ راتګ ختم شوی دی.

اوس خلک مجبور دي چې لسګونه شپې ورځې انتظار وباسي، څو پاسپورټونه او وېزې ترلاسه او بیا د تورخم له لارې پښتونخوا او پاکستان ته ولاړ شي او دا هغه څه دي چې د ننګرهار د قومي مشرانو په خبره، ستونزې یې جوړې کړي دي.

پروسږ کال د اکتوبر پر شلمه نېټه چې کله له اته میاشتني ځنډ وروسته پاکستان په جلال اباد کې د دغه هېواد د وېزو د بیا ورکړې اعلان وکړ، په یوه مخ د څو ولایتونو له ۱۵ زرو ډېرو ښځو او نارینه و ورته خواست وکړ چې له امله یې ګڼه ګوڼه جوړه او ۱۳ ښځې پکې ووژل شوې او ۳ تنه ټپیان شول.

ازادي راډیو د ننګرهار د قومي مخورو د دې غوښتنو په تړاو که څه هم د پاکستاني مقاماتو په نظر اخېستو بریالۍ نه شوه، خو د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ازادي راډيو ته وویل، دوی په تورخم کې اوس مهال د پخوا پرتله اسانتیاوې رامنځته کړي او د ډېرې ګڼې ګوڼې د مخنیوي په پار لازم اقدامات ترسره شوي دي.

ی وايي: "تورخم ښارګوټي کې به لا نور سهولتونه هم رامنځته شي، له کورنیو چارو وزارت سره هم همغږي شوې ده، څو تورخم کې لا نور سهولتونه برابر شي، تر دا مهاله پورې د مسافرو د تګ راتګ لپاره یوه خاصه لاره جوړه شوې، څو نور خلک ترې استفاده ونه کړي او بېروبار جوړ نه کړي، یوه عمده ستونزه د ګنډیمارانو یا د قاچاقي مالونو د وړونکو وه، د دوی په چارو بندیز لګول شوی دی."

د یادونې وړ ده چې د تورخم دروازه دم ګړۍ په اوونۍ کې ۶ ورځې د مسافرو پر مخ خلاصه وي چې د ځایي مسولینو د معلوماتو له مخې، هره ورځ پرې په اوسط ډول ۱۵زره کسان تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG