د لاسرسي ځای

تازه خبر

موږ هېچا ته د سیستمونو او بنسټونو د ړنګولو اجازه نه ورکوو: خوستوال


دوی وايي، د نظام په وړاندې جګړې او توطیې ولسونو ته د منلو وړ نه دي.

د خوست اوسېدونکي وايي، دوی هېچا ته د هغو سیستمونو او بنسټونو د ړنګولو اجازه نه ورکوي، چې تېر شل کاله ورباندې بې شمیره پانګونه شوې او د ډیرو قربانیو په بدل کې افغانانو لاسته راوړي دي.

د جولای په ۷مه د خوست اوسیدونکو چې شمیر يې سلګونو تنو ته رسیده، د ملي اردو اولې لواء ته ورغلل او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو يې خپل ملاتړ اعلام کړ.

ویناوالو وویل، دا هېواد د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هر افغان ته په کې ځای شته، خو د وروستیو څلورو لسیزو پېښو دا وښوده، چې د جګړې دوام او د زور کارول د حل لاره نه ده.

قومي مشر سیدکریم خان خاکسار غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، د نظام په وړاندې جګړې او توطیې ولسونو ته د منلو وړ نه دي:

"دا اردو، دا پولیس او دا سیستمونه په هیڅ صورت موږ چا ته ړنګولو ته نه ورکوو، دا توطیې او دسیسې نور زموږ لپاره د منلو وړ نه دي، په دې سیستم دا شل کاله پانګه اچونه شوې او له دې ښه سیستم موږ ته نشي راتللی، موږ سوله غواو هر څوک چې راځي، راځي دې، په معقول ډول دې په دې سیستمونو باندې ځانونه ومني، د انتخاباتو له لارې دې ومني، خو موږ د سیستمونو د ړنګولو اجازه چا ته نه ورکوو."

د غونډې ګډونوال وايي، اوس د افغانانو شعور لوړ شوی او په دې پوهیږي، چې نظام په یو شخص او تنظیم پورې نه دی تړلی، بلکې د ټول ملت دی او د ساتنې مسوولیت هم ملت ته ورګرځي.

د قومونو پیوستون شورا د ځوانانو د چارو مسوول محمد یونس اهنګر وویل:"دغه ملاتړ په دې مانا دی، چې موږه د خپلو امنیتي ځواکونو تر څنګ دریدلي یو، چمتو یو چې د خپلې خاورې دفاع وکړو او د خپل پوځ سره څنګ په څنګ ودریږو، دا وطن پر موږ حق لري، او حق جوړیږي، چې په لاره کې يې موږ سرښندنې وکړو، هغه اشخاص چې زموږ د وطن پر ضد باندې کارونه کوي، یا دا پلانونه لري چې دا وطن به موږه ونیسو، دا خوب به دوی ګور ته یوسي، دا ملت ژوندی او ويښ ملت دی، د افغانستان قومونه د پوځ تر شا دریدلي دي او په کلکه يې ملاتړ کوي."

د تڼیو ولسوالۍ اوسېدونکي الحاج محکم تڼي په خپلو خبرو کې د خوست په ټولو قومونو غږ وکړ، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په څنګ کې د خپل هېواد څخه ساتنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، هر څوک چې وسله لري، هغه به په وسله له هېواده دفاع کوي او څوک چې په لاس کې توره لري، هغوی به په توره خپل وطن او نظام ساتي.

په خوست کې د افغان ځواکونو منسوبینو ولسونه وستایل، چې په ډېر مهم وخت کې يې د دوی په ملاتړ خپل غږ اوچت کړی دی:

"نوم میرزا وطنجار دی، ټولو خوستوالو ته ډاډ ورکوو چې یوه لویشت ځمکه هم له موږه دښمن نشي نیولای، خو دا د هغه دښمن تبلیغات دي، چې نن په تیښته کې ده، دوی ممکن ځینو ځایونو کې مخته تګ کړی وي، خو نه هغه ځایونه بیرته نیول کیږي، دوی د ساتلو وړتیا نه لري، دوی چې کوم ځایونه نیولي دي، هلته خلک ورڅخه متنفره دي، خلکو ته خدمتونه نشي وړاندې کولای، نو دوی ناکام دي."

له دې مخکې د افغان ځواکونو په ملاتړ دا ډول لويې غونډې په پکتیا، پکتیکا، لوګر او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړې تیزې شوي او د طالبانو د ادعاوو له مخې چې له سلو زیاتې ولسوالۍ یې نیولې، خو د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د ځینو ولسوالیو مرکزونه یې بل ځای ته انتقال کړي او د دوی په وینا چې په دا د ولسوالیو د سقوط په مانا نه ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG