د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې جګړو ۵۱ مخابراتي ټاورونه ويجاړ کړي دي


د مخابراتو د ټاورونو تر څنګ د بجلۍ ټاورونه هم په نښه شوي دي
د مخابراتو د ټاورونو تر څنګ د بجلۍ ټاورونه هم په نښه شوي دي

د افغانستان مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره، اترا وايي په روان کال کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې ۵۱ مخابراتي ټاورونه یا په بشپړ او يا جزوي ډول ويجاړ شوي دي.

د اترا ویاند سعید شینواري د جون په ۳۰مه مشال رېډيو ته وویل چې تېر کال هم د هېواد په کچه ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په بشپړ یا نسبي ډول له منځه تللي وو. هغه زیاته کړه له دې امله افغانستان ته له ۱۵ څخه تر ۱۷ میلیونه ډالرو زیان اوښتی دی.

د شينواري په خبره په دې کې یو شمېرهغه مخابراتي سایټونه وو چې د اترا ادارې په مالي لګښت جوړ شوي وو او سلګونه زره هېوادوالو ته ترې مخابراتي خدمتونه وړاندې کېدل.

اترا اداره همدارنګه پر خلکو غږ کوي چې د دغو مخابراتي بنسټونو خوندیتوب کې مرسته وکړي او پرېنږدي چې وسله وال یې تخریب کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG