د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان عالمان: طالبان دې د "جهاد" په نوم جګړه ودروي، اسلام دې "نه بدناموي"


د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا غونډې یوه څنډه - انځور له ارشیفه.
د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا غونډې یوه څنډه - انځور له ارشیفه.

د افغانستان علماوو سرتاسري شورا په هېواد کې وروستي وضعیت ته په کتو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ اعلان کړی او روانه جګړه یې یو ځل بیا ناروا بللې ده.

‎د دې شورا سرپرست مولوي سردار ځدران د جولای پر درېیمه په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د یو پرېکړه لیک په خپرولو وویل چې د جګړو دواړه خواوې باید ژر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسوي.

‎ځدران پر طالبانو غږ وکړ چې د "اسلام او جهاد" په نوم جګړه ختمه کړي او اسلام دې "نه بدناموي."

د ده په خبره، "د دواړو اړخونو، په ځانګړې توګه، له طالبانو غوښتنه دا ده چې نور باید د اسلام او جهاد په نوم دغه جګړه ودرول شي، باید نوره د اسلام د بدنامولو هڅه ونه شي."

د مولوي سردار ځدراڼ په وینا، جګړه د حل لاره نه ده او په تېرو شلو کلونو کې دا ثابته هم شوه.

ده زیاته کړې، "هغه هدف چې یا یې طالبان لري او یا یې ولس لري په دا دې پوه شي چې د جګړې له لارې هغه هدف ته نه شي رسېدلای."

‎ځدران ټینګار وکړ چې ټول افغان عالمان به د سولې په بهیر کې خپله ونډه لا ګړندۍ کړي.

‎د افغانستان د علماوو شورا په داسې وخت کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړی چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې دا مهال نښتې روانې دي.

د هیواد له بېلابېلو ولایتونو څخه هره ورځ د سختو وسله والو نښتو او مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي.

په وروستیو کې یو شمېر ولسي خلکو او پخوانیو جهادي قومندانانو او رهبرانو د طالبانو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی او د افغان ځواکونو ملاتړ یې اعلان کړی دی.

د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا په هېواد کې روانه جګړه ناروا او ورور وژنه وبلله او د ژر پای ته رسېدو غوښتنه يې وکړه.

‎له دې وړاندې هم د افغانستان د علماوو ترڅنګ د یو شمېر اسلامي هېوادونو علماوو د افغانستان جګړه ناروا بللې او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه يې کړې ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جولای پر درېیمه مشال راډيو ته وویل چې دوی سولې ته لېواله دي ځکه يې د خبرو لپاره مذاکراتي ټيم ټاکلی دی.

نوموړي دا هم وویل چې د هغو افغان علماوو خبرې ورته "ارزښت نه لري" چې وړاندې یې هم په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د حضور په اړه غبرګونونه نه ښوول او د هغوی پاتې کېدل یې ښوول.

دا په داسې حال کې ده چې امریکايي ولسمشر جو بایډن په اپرېل کې اعلان وکړ چې د ۲۰۲۱ز کال د سېپټېمبر تر ۱۱مې ټول پوځیان له افغانستانه باسي. په دې ورځ پر امریکا د القاعده د ترهګرو بریدونو ۲۰ کاله پوره کیږي.

تر نوموړي وروسته ناټو اتحاد هم د پوځیانو ایستلو اعلان وکړ.

د امریکا سپیڼې ماڼۍ د جون پر دویمه وویل، دوی تمه لري چې د راتلونکې اګست میاشتې تر پايه به له افغانستانه د ټولو امریکایي عسکرو د وتلو عمل پای ته ورسیږي.

د باګرام هوایي اډې افغان ځواکونو ته سپارل دې خبرې ته واضحه اشاره کوي چې له دوه نیمو زرو تر درې نیمو زرو امریکایي عسکر له افغانستانه ووتل او یا هم د وتلو په حال کې دي.

د باګرام هوایي اډه تر ۲۰ کالونو د امریکا په مشرۍ د پوځي عملیاتو یو مهم مرکز وو، او د دې پرېښودل څرګندوي چې په افغانستان کې موجود نور امریکایي عسکر به هم په راروانو ورځو کې ووځي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي ویلي چې امریکا به په راروانو میاشتو کې له افغانستان سره امنیتي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.

امریکایي چارواکي وایي تمه ده چې شاوخوا ۶۵۰ امریکایي عسکر په افغانستان کې د سفارتکارو د امنیت ساتلو او د کابل نړیوال هوایي ډګر په ساتلو کې د مرستو لپاره پاتې شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG