د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لوګر اوسېدونکو د جمهوریت او افغان ځواکونو په ملاتړ لاریون وکړ


دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې او طالبانو هم د افغان ځواکونو په وړاندې جګړه تېزه کړې.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې او طالبانو هم د افغان ځواکونو په وړاندې جګړه تېزه کړې.

د لوګر د ولایتي شورا غړو او د یاد ولایت اوسېدونکو په یوه غونډه کې د جمهوریت، نظام او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی د جولای پر پینځمه نېټه په افغانستان کې روانه جګړه د پردیو په لمسون او د پردیو د ګټو لپاره وبلله او ويې ویل، خلک تیار دي، چې د خپل هېواد، نظام او ټولګټو تاسیساتو څخه ساتنه وکړي.

دیني عالم مولوي محراب الدین غونډې ته په خپلو خبرو کې وویل، پردیو افغانانو ته خپل وروڼه دښمنان ګرځولي، د عرفات په ورځ ځانمرګي ورلېږي، هغه کسان چې د سبا لپاره يې د اختر توکي په لاس کې دي، یا هغه ځوانان چې کانکور ازموینې ته په تمه دي، هغه له منځه وړي، دا جهاد نه دی.

د لوګر اوسېدونکو وویل، د خپل کور په شان هېواد ساتنه هم د هر افغان دنده ده او دوی دا مسوولیت تر بل هر وخت ښه درک کړی دی.

قومي مشر عبدالحمید وویل:"تر څو چې موږ ژوندي یو، موږ به د خپلې خاورې لپاره قرباني ته اماده یو، خدای پاک دې خاورې لپاره پيدا کړي یو او د خاورې لپاره به خدمت کوو."

د غونډې ویناوالو وویل، نظام او هېواد په ټولو خلکو پورې اړه لري او له هغې ساتنه او ملاتړ هم د هغوی ګډه دنده جوړیږي.

دوی وايي، تر څو چې موږ ژوند یو، موږ به د خپلې خاورې لپاره قرباني ته اماده یو،
دوی وايي، تر څو چې موږ ژوند یو، موږ به د خپلې خاورې لپاره قرباني ته اماده یو،

د لوګر د ولایتي شورا رئیس حسیب الله ستانکزي له خلکو وغوښتل چې د نظام او ټولګټو تاسیساتو ساتنه وکړي:"دلته د خلکو او ولس مسوولیت دادی چې د خپل نظام، د خپلو عامه شتمنیو او هغه سیستم چې د افغانستان خلکو پورې اړوند ده د هغې نه په کلکه دفاع وکړي، دا نظام زموږ ده، دا ملک زموږ ده، یا دا تالار یا هغه عام المنفعه تاسیسات چې د ولس دي او زموږ د خلکو دي، د هغې نه باید په کلکه حفاظت او دفاع وکړو."

په لوګر کې د نظام، جمهوریت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ په پار جوړې شوې غونډې او لاریون کې د دې ولایت ملکي او پوځي چارواکو هم ګډون کړی وو.

د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي په خپلو خبرو کې د دولت وسله وال مخالفین مخاطب کړل، چې جګړه يې د نظام ړنګولو او د عامه تاسیساتو د له منځه وړلو لپاره روانه کړې، نه د حکومت کولو لپاره.

رحیمي زیاته کړه:"په برکي برک کې د جومات قالینې هم غلا شوې، په ازره کې د خلکو مالونه چور او تالان شول، ښه نو که ته د حکومت کولو اراده لرې، دا د ولسوالي وداني ولې خرابوې، خو لکه سړی داسې پکې کینه حکومت وکړه، له دې مالومیږي چې حکومت کول د دوی پلان نه دی، د افغانستان ویجاړونه د دوی پلان دی."

پروان، بغلان، بلخ، فاریاب، سمنګان، کندز، تخار، ننګرهار، کندهار او یو شمېر نور هغه ولایتونه یاد شوي چې یو شمېر خلکو یې د طالبانو پر ضد وسلې راخیستې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شوې او طالبانو هم د افغان ځواکونو په وړاندې جګړه تېزه کړې ده.

XS
SM
MD
LG