د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوس د افغان ځواکونو دنده ده چې خپله خاوره وژغوري: پنټاګون


د پنټاګون ویاند جان کربي وايي، له افغان حکومته به د امریکا ملاتړ په نوې بڼه دوام وکړي.
د پنټاګون ویاند جان کربي وايي، له افغان حکومته به د امریکا ملاتړ په نوې بڼه دوام وکړي.

پنټاګون د افغان ځواکونو په وړتیا په ټینګار سره وايي، اوس‌ هغه وخت رارسېدلای چې دا ځواکونه د خپل هېواد دفاع او ننګه وکړي.

د امریکا دفاع وزارت چارواکو په وینا، دوی د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیاوو لوړولو او ورته د واک لېږد لپاره زیات وخت مصرف او ډېرې هڅې کړي او اوس د دې ځواکونه دنده ده چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي.

د پنټاګون ویاند جان کربي د جولای پر شپږمه نېټه له رسنیو سره خبرو کې پر دې هم ټینګار وکړ چې له افغان حکومته به د امریکا ملاتړ په نوې بڼه دوام ولري.

کربي زیاته کړه: "فکر کوم هغه پیغام چې موږ یې د یوه دولت په توګه هغوی ته لرو، دا دی چې موږ له افغان حکومت او خلکو سره اړیکو او همکارۍ ته دوام ورکوو. دا همکاري به د تېرو شلو کلونو پرتله توپیر ولري."

د امریکا د دفاع وزارت ویاند زیاته کړه، له افغان ځواکونو سره د امریکا ملاتړ به په مالي، لوژستیکي او د هوايي ځواکونو د تجهیز او تمویل په ځانګړي ډول، دې ځواکونو ته د الوتکو د برابرولو په برخه کې وي، خو افغانستان کې به د دوی ځمکنی ماموریت پای مومي.

امریکا داسې مهال په افغانستان کې د خپل ځمکني ماموریت په پای او افغان ځواکونو ته د مسوولیتونو په لېږد ټینګار کوي چې له افغانستانه یې د عسکرو د وتلو بهیر ۹۰ سلنه بشپړ شوی او تمه ده نن د جولای پر اوومه نېټه یې د دفاع وزیر له خپل ترکي سیال سره، د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې پر موضوع خبرې وکړي.

د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي اکار وايي، د دې بحثونو مهمه موضوع د هغو لوژستیکي او مالي امکاناتو په اړه ده چې تمه ده امریکا او نړیواله ټولنه یې د دې مهم هوايي ډګر د امنیت ساتنې لپاره چمتو کړي.

ترکیې ویلي، که نړیواله ټولنه یې لوژستیکي او مالي برخه کې ملاتړ وکړي، دوی به د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر د امنیت ساتنې مسوولیت ومني.

هغه څه چې طالبانو ورسره ښکاره مخالفت ښودلی، خو حکومت وايي، افغانان د خپل هېواد ساتنې ته چمتو دي.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو مرکز مشر دواخان مینه‌پال مشال راډیو ته وویل، له تېرو تجربو مهمه زده‌کړه شوې او افغانان به اجازه ور نه کړي چې بیا ځلي کورنۍ جګړه پیل شي.

دی وايي: "د افغانستان ټول خلک سره وروڼه دي، یو بل سره نه وژني. دوی د نظام ساتنه او د نظام حمایت او ملاتړ خپل مسوولیت ګڼي."

د بهرنیو عسکرو له وتلو وروسته، یو هیله د جګړې کمېدو ته وه، خو بر عکس دا جګړه د بل هر وخت پرتله چټکه شوې.

افغان حکومت د جګړې د چټکېدو او د وینې تویېدنې مسوولیت پر طالبانو اچوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د جولای پر شپږمه نېټه د خپلې کابینې په غونډه کې وویل: "د وینې تویېدنې مسوولیت د طالبانو او د هغوی د ملاتړو پر غاړه دی. په دې باید هېڅ یو شک و نه لرئ. دا خبره دې د افغانستان ټول ملت ته ورسېږي. هغه مهال چې امریکا د وتلو اعلان وکړ، زما مرکه مو په یاده ده، ومې ویل چې طالبان او پاکستان باید پرېکړه وکړي. دوی د جګړې پرېکړه کړې، اوس د ټولې ورانۍ او وینې تویېدنې مسوولیت د دوی پر غاړه دی."

خو طالبان بیا دا خبره نه مني او حکومت تورنوي چې د سولې پر وړاندې خنډ دی.

افغان حکومت له طالبانو غوښتي چې خپل هر ډول شرایط د سولې په خبرو کې له هغه مرکچي پلاوي سره شریک کړي چې دوحې ته یې لېږلی، چې دغه ډول دواړه لوري د یوې هوکړې له مخې، اوسنۍ جګړه پای ته ورسوي.

خو په دوحه کې د سولې پیل شوې خبرې چې نږدې لس میاشتې پرې تېرې شوي، تراوسه هېڅ ډول پرمختګ او بریا نه لري.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG