د لاسرسي ځای

تازه خبر

دلیپ کمار خاورو ته وسپارل شو


دلیپ کمار
دلیپ کمار

د هندي فلمي نړۍ بې ساری ستوری دليپ کمار د ممبۍ په جوهو هديره کې خاورو ته وسپارل شو.

۹۸ کلن دلیپ کمار چې له تېرو څو ورځو راهیسې ناروغه وو او څو ځلي یې د ممبۍ په هسپتالونو کې داخل کړی وو د جولای پر اوومه نېټه (نن) د ممبۍ په یوه روغتون کې ومړ.

د نوموړي جنازه د ممبۍ سانتاکوروز کې وشوه. د هغه تابوت د هند په ملي جنډۍ کې پوښل شوی وو او په دولتي کچه یې د جنازې مراسم ترسره شول.

دليپ کمار ته له تېرو څو ورځو راهيسې د ساه اخیستو ستونزه وه او څو وارې د ممبۍ په هندوجا او نورو هسپتالونو کې دا خل کړل شوی وو. د ده ډاکټر جليل پالکر بي بي سي ته ویلي دي چې نوموړي خپله وروستۍ سلګۍ نن پر اوونيمې بجې واخیسته.

د بالیووډ وتلی ستوری شاه رخ خان د دليپ کمار کور ته ورغلی او د هغه له مېرمنې سره يې غمرازي کړې.

د بالیووډ وتلی ستوری شاه رخ خان د دليپ کمار کور ته ورغلی او د هغه له مېرمنې سره یې غمرازي کړې.
د بالیووډ وتلی ستوری شاه رخ خان د دليپ کمار کور ته ورغلی او د هغه له مېرمنې سره یې غمرازي کړې.

د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي په خپل ټویټ کې کښلي چې ''د دلیپ کمار جي مړینه د هند سېنیما نړۍ کې د یوه داسې لیجنډ په توګه یاد وساتل شي چې هېڅ ساری ونلري. هغه کهول په کهول (نسل در نسل) خپل مېنوال له ځان سره ساتلي ول. د هغه مړینه د کلتورۍ نړۍ یو لوی زیان دی. د هغه له کورنۍ، ملګرو او مېنوالو سره خپله خواخوږي ښکاره کوم.''

د هندي فلمونو وتلي ستوري اميتاب بچن د دليپ کمار پر مړينه خپګان ښولی او ليکلي يې دي چې يوه اداره له منځه ولاړه.

بچن په خبره چې کله هم د هندي سينما تاريخ ليکل کېږي نو دا به ويل کيږي چې تر دليپ کمار مخکې او تر وروسته. يو خياله ور دور د پردو ترشا شو.

دليپ کمار چې خپل نوم يې يوسف خان وو په پېښور کې زیږېدلی وو. د دلیپ کمار وروستۍ فلم قلعه وو چې په ۱۹۹۸ز کال کې جوړ شوی وو.

د دلیپ کمار سخاوت نه شم هېرولی
عمران خان

د بالیووډ فلمونو شهنشاه دلیپ کمار له بنګاله تر پېښوره او ان د کابل په ګډون په ټوله نړۍ کې مېنوال لرل او د هغه پر مړینه پر ټویټر ټاپ ټرېنډ چلېدو.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په خپل ټويټ کې ویلي، چې د دليپ کمار مړينې خپه کړی دی. وزيراعظم زياته کړه، ''زه هېڅکله د هغه سخاوت نشم هېرولی چې نوموړي په سخت وخت کې د شوکت خانم کينسر هسپتال لپاره د فنډونو په راغونډولو کې مرسته کړي وه. هغه تر ټولو سخت وخت وو.''

دليپ کمار په فلمونو کې د تر ټولو زياتو ايوارډونو ګټلو ريکارډ هم لرلو. د نوموړي نوم په ګنیز بوک اف ورلډ ريکارډ کې شامل دي چې تر ټولو زياتې فلمې جايزي يې وړې دي. دليپ کمار اته وارې د فلم فير ايوارډ ګټلی وو.

د هندي فلمونو مشهور اداکار سلمان خان په خپل ټويټ کې کښلي چې دليپ صيب د هندي سينما تر ټولو غوره اداکار وو.

له پېښوره و هند ته کډه شوی دلیپ کمار چې خپل نوم یې یوسف خان وو، په ۱۹۴۴ کال کې په فلم جوار باټا کې د خپل هنري سفر پیل وکړ، خو د یو هیرو په توګه يي په انداز فلم کې تر اندازې زیات شهرت وموند.

د پاکستان حکومت په ۱۹۹۸ز کال کې دليپ کمار ته ولسي اعزاز 'نشان امتياز' ورکړي وو.

دلیپ کمار د پيښور له کیسه خوانۍ سره نېږدې د خدادا محلې اوسېدونکی وو او د کورنۍ ځینې غړي یې اوس هم هلته ژوند کوي.

په یوه مرکه کې دلیپ کمار ویلي ول، په پېښور کې یې ډېر زاړه یادونه دي او دغه ښار یې کله هم له زړه نه دی وتلی.

د ''پشاور کې فنکار'' نومي کتاب لیکوال ابراهیم ضیا لیکي دلیپ کمار د پېښور له اعوان کورنۍ سره تعلق لرلو.

نوموړي مشال راډیو ته وویل کله چې دلیپ کمار پېښور ته راغلی وو نو ډېر خوشاله وو.

''زموږ د پيښور دی، زموږ د وطن دی، کله چې دلیپ کمار په ۱۹۸۸ز کال کې پېښور ته راغلی وو، نو له ما سره یې د هغه وخت یوڅه تصویرونه ول بیا چې کله په ۲۰۱۴ کال کې موږ د هغه تپوس له ممبۍ ته تلي ول، نو ما د هغو تصویرونو البم سایره بانو ته ورکړ، او هغوی ډېر خوشاله شول."

دليپ کمار د خدايي خدمتګار تحریک له مشر خان عبدالغفار خان سره په ۱۹۶۹ز کال د هند په چينايي کې ليدلي ول.
دليپ کمار د خدايي خدمتګار تحریک له مشر خان عبدالغفار خان سره په ۱۹۶۹ز کال د هند په چينايي کې ليدلي ول.

دلیپ کمار د ۱۹۵۰ ۱۹۶۰، ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ په لسیزو کې ګڼ کامیابه فلمونه هندي سینما ته ورکړي دي، چې په ټوله نړۍ کې یې مینه وال اوس هم یادوي، د بلوچستان د ژوب یو شاعر برملا خان وایي، په هغه وخت کې د سینما د یو فلم ټکټ پنځنیمې انې وو، دوی به له خپلو نورو ملګرو سره د دلیپ کمار هر فلم کتو له تلل.

''زما یاد شي آن فلم او نذرانه، موږ به یو فلم یو-وار نه بلکې دوه دوه واره هم کتلو، په هغه وخت کې پیسې هم نه وې خو له مور پلاره به مو اخیستې چې د دلیپ کمار فلم پرې وګورو.''

دلیپ کمار زیاتره فلمونه د وجنتي مالا، نرګس، وحیده رحمان او مدهو بالا سره کړي دي. د هغه په اړه دا هم ویل کېږي چې له مدهوبالا سره یې واده کول غوښتل خو کورنۍ اجازت ور-نه-کړ.

هغه په ۱۹۶۶ کې له سایره بانو سره واده وکړ، چې په ګوپي او بیراګ فلمونو کې یې له دلیپ کمار سره کار هم کړی دی.

د دلیپ کمار په زیاتره مشهورو فلمونو کې انداز، نیا دور، مشال، مغل اعظم، دل دیا درد لیا، آن، ادمي، داستان، لیډر، دېوداس، رام اور شیام او سوداګر شامل دي. د هغه دوه فلمونه مغل اعظم او نیا دور په رنګینه بڼه په ۲۰۰۴ او ۲۰۰۸ کالونو کې یو ځل بیا خپاره شول.

د خیبر پښتونخوا تېر صوبایي حکومت د هغه کور خوندي ساتلو لپاره کار پیل کړی وو او مېنوال یې غوښتنه کوي چې په پېښور کې د دلیپ کمار کور دې قامي ورثه وګرځول شي، او خوندي کړل شی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG