د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې سلګونه ځواکونه ګمارل شوي


افغان چارواکي وایي، له دښمن څخه د ولسواليو بېرته نيولو لپاره د لوی عملياتو منصوبه جوړوي.
افغان چارواکي وایي، له دښمن څخه د ولسواليو بېرته نيولو لپاره د لوی عملياتو منصوبه جوړوي.

افغان چارواکي وایي، په سلګونه کمانډو او حکومت ملاتړه ملېشا سرتېري يې ځای پر ځای کړي چې دارنګ د هېواد په شمال کې د طالبانو د چټک پرمختګ مخه ونيسي.

دا په داسې حال کې ده چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه وځي. وسله والو يو زورور کمپاين پیل کړی چې پکې يې په تېرو دوو مياشتو کې لسګونه ولسوالۍ نيولې.

د افغانستان د دفاع وزارت يو وياند فواد امان وايي چې حکومت يې له دښمن څخه د ولسواليو بیرته نيولو لپاره د لویو عملياتو منصوبه جوړوي.

نوموړي د جولای پر شپږمه اې اېف پي خبري اژانس ته وويل چې ځواکونه يې پر ځمکه د دې عملياتو لپاره منظم کېږي.

افغان عسکر او حکومت پلوه ملېشا سرتېري يې د جولای پر شپږمه په شمالي ولايت تخار او شمال مشرقي ولايت بدخشان کې ځای پر ځای شول.

په دې ولايتونو کې طالبانو ډېرې سيمې لاندې کړي دي چې اکثره يې بغېر جګړې کولو نيولې دي.

د افغان ځواکونو په تېزۍ سره د خوځېدو اندازه له دې لګول کېدای شي چې يو زر دېرش افغان ځواکونه تاجکستان ته اوښتي.دا خبره د دې هېواد پوله ساتونکو د جولای پر پنځمه رپورټ کړې.

بلخوا په قطر کې د طالبانو د دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم نن د جولای پر اوومه په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي په دې سفر کې به له ايرانيو چارواکو سره په دوه اړخيزه او نورو مسلو خبرې کېږي. نوموړی وايي، د طالبانو پلاوی دا سفر د ايران په رسمي بلنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي په دې وروستيو کې د اسلام اباد او کابل دواړو سفرونه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG