د لاسرسي ځای

تازه خبر

اروپايي ټولنه د لوږې د خطر مخنیوي لپاره افغانستان سره مرسته کوي


اروپايي ټولنې له افغانستان سره د لوږې خطر د مخنیوي په هدف د ۲۵ میلیونو یورو مرسته اعلان کړې ده.

د اروپايي ټولنې د بجټ او بشري سرچینو د برخې ویاند بلازا اویواري د جولای پر پینځمه په دې اړه په برسلز کې خبریالانو ته وویل چې اروپايي کمیشن په افغانستان کې د وچکالۍ له وجې د خوړو د کمیښت د مخنیوي لپاره ۲۵ میلیونه یورو بېلې کړي دي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې وچکالۍ د لږ تر لږه ۱۱ میلیونه کسانو لپاره د خوړو د کموالي بحران رامنځته کړی او درې میلیونه کسان بیا وار له مخه د خوړو د کمي له بیړني حالت سره مخامخ دي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم مخکې خبرداری ورکړی و چې پر هېواد یې د وچکالۍ یوه نوې څپه راتلونکې ده.

XS
SM
MD
LG