د افغانستان دفاع وزارت وایي، نوي کمانډو ځواکونه د اتوار پر ورځ ناوخته د بدخشان په مرکز فیضاباد کې ځای پر ځای شول.
د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان بېګا مشال رېډیو ته وویل چې دغه ځواکونه به د ولسي پاڅونوالو په ملاتړ پراخ عملیات پیل کړي، نوموړی زیاتوي، د دغو ځواکونو هدف د بدخشان د خلکو د سرومال ساتنه ده او طالبانو ته به اجازه ورنهکړي چې خلکو ته زیان ورسوي.
ښاغلی امان دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې وسلهوالو طالبانو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بدخشان لږ تر لږه پینځه ولسوالۍ، شهدا، زیباک، کوهستان، کوفاب او بهارک نیولي او په دې توګه د هغو ټولو ولسوالیو شمېر چې دې ډلې په وروستیو څو اوونیو کې نیولي، ۱۷ ته ورسېد.
د دې ولایت ۱۰ ولسوالۍ تر اوسه د حکومت تر کنټرول لاندې دي. د راپورونو له مخې وسلهوالو طالبانو د فیض اباد ښار محاصره کړی او هوایي ډګر ته یې ګواښ متوجې کړی دی.