د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یورو کپ په نیمه پایلوبو کې اېټاليا له هسپانیې او انګلېنډ له ډنمارک سره لوبېږي


د یورو کپ په نامه د فټ بال ټورنامنټ په لړ کې څلور لوبډلې نیمه پایلوبو یا سیمي فاینل ته وتلې دي.
د یورو کپ په نامه د فټ بال ټورنامنټ په لړ کې څلور لوبډلې نیمه پایلوبو یا سیمي فاینل ته وتلې دي.

د یورو کپ په نامه د فټ بال ټورنامنټ په لړ کې څلور لوبډلې نیمه پایلوبو یا سیمي فاینل ته وتلې دي.

لومړۍ نیمه پایلوبه به د جولای پر شپږمه د اېټالیې او هسپانیې (سپېن) ترمنځ ترسره کېږي.

د جولای پر اوومه، په دویمه نیمه پایلوبه کې انګلېنډ او ډنمارک مخامخېږي.

د ډنمارک لوبډلې له ۱۹۹۲ز کال راهیسې په لومړي ځل د اروپا فوټبال اتلولیو نیمه پایلوبې ته لار وموندله.

یادې لوبډلې د جولای پر درېیمه چېک جمهوریت ته د ۲-۱ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه راز د تېرې شپې په دویم کوارټر فاینل کې د انګلېنډ (انګلستان) لوبډلې ۲۵ کاله وروسته په لومړي وار د یادو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار موندلې او اوکراین لوبډلې ته یې په ۴-۰ ماتې ورکړه.

ټاکل شوې وه چې یورو کپ په ۲۰۲۰ز کال کې شوی وای خو د کورونا وایرس وبا له کبله وځنډول شو.

دا ټورنامنټ د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۱مه پیل شوی وو او پایلوبه به یې د جولای پر ۱۱مه کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG