د پاکستان نړیوال هوايي شرکت اعلان کړی دی چې په خلیجي هیوادونو کې د بند پاتې پاکستانیو وګړو اېستلو لپاره به تر لوی اختر وړاندې ځانګړي پروازونه کوي.
دا خبره د یاد شرکت ویاند عبدالله حفیظ د جولای پر درېیمه په یو بیان کې کړې ده.
دا تر هغه وروسته ده چې د شخصي هوايي شرکتونو لخوا پاکستان ته د پروازونه منسوخ کولو له کبله په زرګونه پاکستاني وګړي په خلیجي هیوادونو کې بند پاته شوي دي.
شخصي هوايي شرکتونو د کورونا وایرس ناروغۍ له امله پاکستان ته خپل پروازونه منسوخ کړي.