د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د کوټې بجلیګر تاڼه کې د مخالفو ګوندونو احتجاج لاهم روان دی


د کوټې بجلیګر تاڼه کې د مخالفو ګوندونو پرېس کانفرنس
د کوټې بجلیګر تاڼه کې د مخالفو ګوندونو پرېس کانفرنس

که څه هم د بلوچستان حکومت په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزېشن له ۱۷ غړو او لسګونه سیاسي کارکنانو مقدمه بیرته واخیسته چې د تېرې جون میاشتې پر ۲۰مه نېټه یې د کوټې په بجليګر تاڼه کې ورباندې کښلې وه خو مخالف ګوندونه کښلی ټول اېف ای ار ختمول غواړي.

په دې اړه حکومتي خبرپاڼه وايي چې د جون پر ۱۸مه نېټه په بلوچستان اسمبلۍ کې له حزب اختلاف سره د پولیسو په نښته کې یې داسې شواهد نه دي موندلي چې د اپوزیشن غړي دې پکې ښکېل وي نو ځکه خپله کښلې مقدمه بیرته اخلي.

خو اپوزېشن غړي وايي، چې د دوی ترڅنګ د هغو ۲۵۰ سیاسي کارکنانو خلاف کښلی اېف ای ار دې هم واخیستل شي ګنې احتجاج نه ختموي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اسمبلۍ غړي نصرالله زېری مشال راډیو ته وویل، په اوسنیو شرایطو کې حکومت کله هم د دوی خلاف کښلی اېف ای ار بیرته راژوندی کولای شي. د نوموړي په خبره چې ترڅو اېف ای ار نه وي ختم شوی تر هغو خپل احتجاج نه ختموي.

د جمعیت علماء اسلام د اسمبلۍ غړې محمد نواز کاکړ چې په بجلیګر تاڼه کې پر احتجاج ناست دی، وايي، د حکومت پر دوی د نالوستو خیال دی. ده وویل، حکومت دې دوی ونیسي، جېل ته یې ولېږي چې په عدالت کې خپله مقدمه وچلوي.

نوموړي زیاته کړه چې د حزب اختلاف اختیار دا وخت د جمعیت علماء اسلام له صوبايي صدر مولانا عبدالواسیع سره دی، حکومت که نوره خبره لري، له هغه سره دې یې وکړي، تاڼې ته دې بیا بیا نه ورځي.

د بلوچستان په اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونو د جون پر ۱۸مه نېټه د راتلونکي مالي کال د وړاندې کېدونکي بجټ پرمهال په کوټه کې ډېر سخت احتجاج وکړ او د اسمبلۍ ودانۍ دننه یې له پولیسو سره په اخ او ډب کې څلور غړي هم ټپیان شول.

تر تاوتریخوالي پس حکومت د جون پر ۱۹ مه د اپوزیشن پرضد مقدمه وکښه (درج) کړه چې له امله یې د حزب اختلاف ۱۷ غړیو د جون پر ۲۱مه نېټه د کوټې ښار بجليګر تاڼې ته د ګرفتارۍ لپاره ورغلي ول خو پولیسو یې له نیولو انکارکړی خو دوی لاهم په تاڼه کې پرلت وهلی دی.

د اپوزیشن وینا ده چي په بجټ کې د دوی د انتخاباتي حلقو لپاره پرمختیايي سکیمونه نشته او بل دا چې حکومت د دوی په حلقو کې خپلو خلکو ته کارونه ورکوي چې د دوی لپاره د منلو وړ نه دي.

د بلوڅ ملتپاله ګوند بلوچستان نیشنل پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړی ثناء بلوڅ د اعلا وزیر جام کمال په مشرۍ حکومت باندې په نیوکو سره وویل چې د اپوزشن په انتخاباتي حلقو کې یې هېڅ پرمختیايي کارونه نه دي کړي. د ده په وینا ځکه خو ولس له اپوزیشن سره په ملاتړ کې ولاړ دی.

نوموړي وویل چې بلوچستان د تعلیم په برخه کې پرشا تللی دی، امن او امان په مسله کې شا ته تللی دی، د ده په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې په بلوچستان کې تر دوه سوه زیاتې پېښې شوې دي، په دې کې سلګونه خلک مړه شوي دي، د عوامي نیشنل پارټۍ د مرکزي کمېټۍ غړی وتښتول شو، اغوا برای تاوان، قتل، رهزني، بې روزګاري، بدامني او بې وزلي ده، تعلیم او صحت تباه دی. ثنا بلوڅ وویل چې د بلوچستان حالات تر جنګ زده ملکونو هم زیات بدتر شوی دی.

خو حکومت د اپوزیشن تورونه ردوي او ویلي یې دي چې په تېرو درېوو کلونو کې یې ډېر زیات ترقیاتي کارونه کړي دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني وویل چې د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر تر امر وروسته حکومت د حزب اختلاف پرضد د مقدمو اخیستلو قانوني چارې پیل کړې دي.

نوموړي وویل چې اېف ای ار د اپوزیشن په خواهش نه لیرې کېږي بلکې له قانوني بهیره تر تېرېدو پس به ختمېږي.

لیاقت شاهواني په خپلو خبرو کې د وزیر اعلا د وینا حواله ورکړه چې د بلوچستان اوسني حکومت په تېرو درېوو کلونو کې دومره ډېر ترقیاتي کارونه کړي چې په تېرو ۵۰ کلونو کې نه دي شوي.

XS
SM
MD
LG